IQNA

واتیکان غوښتنه وکړه:

د دینی مقاماتو د داعش له اړخه ویجاړتیا په خلاف قطعې دریځ

12:53 - August 17, 2014
د خبر لمبر: 1440053
نړیواله ډله: واتیکان په یو بیانیه کښې په عراق کښې ترهګر ډلې داعش له اړخه د دینی مقاماتو ویجاړتیا په خلاف د قطعې دریځ غوښتنه وکړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د روسیا الیوم خبری ویب پاڼه نه په نقل، واتیکان د داعش ډله ځواکی ظالمانه کارونه محکوم کړل.

په دی بیانیه کښې چې د دینونو تر منځه د خبر اترو په شورا کښې واتیکان وړاندی کړی ټینګار شوی: دا رنګه کارونه په یو مذهب او په یو دلیل هم توجیه کوونکې نه دی او یو غټ جرم او لوی جنایت دی.

واتیکان د مسلمانانو عالمانو نه د دینی مقاماتو په هکله غوښتنه وکړه، چې قطعې دریځ سره د داعش ظلمونه محکوم کړی.

څو ورځی مخکښې د فرانس دویم پاپ د کاتولیکو نړیوال مشر په سیاسی توګه د مسئلو حل کولو  او د داعش د جنایاتو مخنیوی باندې زور ورکړو او عراقی مسیحانو لپاره چې د داعش د ظلم ښکار دی دعا وکړه.

د الازهر پوهنتون استاد: اسلام د داعش جنایتو نه ډډه کوونکې دی

په یو بل راپور کې دی چې احمد کریمه، د الازهر پوهنتون د شریعت اسلامی ښوونکې هم د داعش جنایات محکوم کړی، هغه ټینګار کړی: آسمانی مذهبونو ظلم او وژلو ته څوک نه دی بللی، بلکې هر وخت یی خلک سولې، مساوات او عدالت ته بللی، هغه زیاته کړه: هغه څه چې دا ډله(داعش) د خلکو وینه بهول د انسانانو بی حرمتی کول حلال ګڼلی نو دا اسلام سره هیڅ اړیکه نه لری او اسلام له دی نه ډډه کوی.

کریمه د عراقی قوم وژلو بندیز او د عراقی مسیحیانو حالاتو ته کتنه نړیوال نندارتون کښې دا غوښتنې کړی او د ملګرو ملتو نړیوال سازمان نه یی هم غوښتنه وکړه چې د عراق، شام او لبنان غم ځپلو نه مرسته وکړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1438864

captcha