قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا مرکزی څانګه، بصیرت های اسلامی کتاب د قاضی محمد نذیر محمدی او مولانا راشد علمی او کلتوری بنیاد په مرسته چاپ شو.
دا کتاب په ۱۹۸ پاڼو باندې مشتمل دی او د دې ۱۰۰۰ نسخه د مولانا راشد علمی او کلتوری بنیاد له اړخه په افغانستان کښې چاپ شو.
دا کتاب درې برخې لرې چې د مختلفو سرچینو چې په هغې کښې قرآن، حدیثی کتابونه، سنن ترمذی، ابوداود، مشکواة المصابیح، هدایه شریف، د مولانا جلال الدین محمد بلخی مثنوی معنوی او د شهید مطهری نه لیکلی شوی.
د کتاب ړومبۍ برخه د انسان پېژندنه دویم اقتصاد او اسلامی اقتصاد او درېیم د ولسی او سیاسی مطلبونو باندې لیکلې شوی.
همدارنګه دویم هغه کتاب چې په افغانستان کښې چاپ شوی طلوع انوار الهی دی دا ۷۲ پاڼې لری او ۲۰۰۰ نسخه د دی په چاپ افغانستان کښې په چاپ رسېدلی.
دا کتاب په څلور مصلو کښې راټول شوی او د اسلامی معتبر روایاتونو په رڼا کښې د امام حسین علیه السلام ژوند لیک په اړه، د امام سجاد علیه السلام، او د حضرت امام مهدی عج زوکړی او د حضرت امام خمینی ژوند لیک په اړه څیړنې او لیکل شوی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1444386