قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) له راپور له مخې، د فلسطین رسمی خبر ورکوونکې اداره (وفا) نه په نقل، د فلسطین د اوقاف وزیر شیخ یوسف ادعیس او د قرآن حفظ نړیواله محکمه سر منشی دا موافقه په مکه مکرمه کښې لاسلیک کړه.
دې موافقه کښې د قرآن حفظ نړیواله محکمه به فلسطین کښې وقف شوی اداره سره مالی مدد کوی، او په دغه مرکز کښې کارکوونکو او استادانو ته هم تنخا ورکوی.
د فلسطین د اوقاف وزیر زیاته کړه: دا دوره به د اشغالګر اسرائیل سره مقابله کښې او د مسجد الاقصی تقسیم مخ نیوې کښې مؤثر وې. دې سره به د فلسطین په نورو ایالتو کښې هم د قرآن حفظ کولو مرکزونه پیل شی.
هغه زیاته کړه دې وخت چې فلسطین کومو مسئلو سره مخامخ دی د دغې مسئلو حل د عربو او مسلمانانو سره یو والی او د فلسطینانو نه او د مسجد الاقصی نه حمایت کول دی.
http://iqna.ir/fa/News/1455703