IQNA

د قطر په پایتخت کښې د قرآنی علمونو ټولنې پرانیستی

9:32 - October 21, 2014
د خبر لمبر: 1462344
نړیواله ډله: د قرآنی علمونو ټولنه(انصاری) د عبدالله بن ناصر آل ثانی د قطر ړومبی وزیر او نورو اسلامی هیوادونو سفیرانو په شتون کښې په دغه هیواد کښې پرانیستا وشوه.


قرآنی خبر خپروونکې ټولنه(ایکنا) د قطر نه چاپ شوی العرب ورځپاڼه نه په نقل، د قرآنی علمونو ټولنه شورا مشر محمد عبدالله انصاری په دې اړه ؤ ویل: دا مرکز به ۵زره مربع مېټر ځمکه او ۲۵ملیون قطری ریالو باندې د دوحه ښار حیویه سیمه کښې چې د قطر پای تخت دی جوړېږې.

هغه زیاته کړه: د قطر انصاری قرآنی علمونو ټولنه، یو علمی، دینی، قرآنی، کلتوری او د روزنې مرکز به وی چې د اسلام او قرآن خپرول به خپل ړومبنی کار ګرځه وی.

محمد بن عبدالله انصاری زیاته کړه: په دې ټولنه کښې د قرآن حفظ کولو، عمومی کتابتون او د اسلامی او اجتماعی غونډو لپاره حال جوړ شوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1461039



captcha