IQNA

راول پنډی غونډه کښې :

د امام حسین علیه السلام او د عاشورا غورځنګ په حقله د علامه اقبال نظر

23:10 - November 13, 2014
د خبر لمبر: 1472892
بهرنی ډله: د عاشورا او امام حسین علیه السلام د غورځنګ په حقله د علامه اقبال په نظر رڼا اچولو لپاره د راول پنډی خانه فرهنګ ایران کښې یوه غونډه پیل شوه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) آسیا مغربی څانګه، په دې غونډه کښې چې د اقبال کلام او د امام حسین علیه السلام پیغام په نوم پیل شو چې په کښې شاعران، پوهاند، پوهنتون استادان، شیعه او سنی عالمانو خپل نظر او افکار د امام حسین علیه السلام او د علامه اقبال لید د عاشورا په حقله او د امام حسین علیه اسلام د غورځنګ په حقله وړاندی کړل.

محمد اکبری، د راول پنډی خانه فرهنګ ایران مسؤل خپل وینا کښې څرګنده کړه چې د علامه اقبال په دېوان کښې هغه شعرونه چې د عاشورا او امام حسین علیه السلام په اړه په خاص توګه ویلې شوې دې نه برسېره نور شعرونه هم د امام حسین علیه السلام د عاشورا د غورځنګ په حقله هم لیدلې کېږی، د علامه اقبال د امام حسین علیه السلام په اړه د فارسی شعرونه د ایران شاعرانو او ادیبانو لپاره په دې ډګر کښې بهترین شعرونه دی.

هغوی ظلم مخنیوی او د اسلامی ډله اصلاح کول د عاشورا مهم پیغام وټاکلو او ټینګار یی وکړو: دا دوه څانګې د تاریخ په اوږدو کښې او په هر قوم کښې شتون لری، او ټول مسلمانانو د امام حسین علیه السلام له غورځنګ نه درس اخیستلو سره د قرآن او حدیث په رڼا کښې کولې شې چې د ظلم او زور مقابله او د اسلامی ډله اصلاح لپاره د خپل ژوند هدف اسلامی او قرآنی لار وټاکې.

د علمی ادبی انجمن مشر تنویر حیدر، د پنجاب علما محاذ انجمن مشر علامه حیدر علوی، د اسلامی نړیوال پوهنتون عربی څانګه مشر جمیل قلندر، د پنجاب د پوهنځې مجموعه پوهنتون مشر چودهری محمد اکرم، راشد حمید، حاجی عبدالرزاق او فاروق مصطفای د دې غونډی نور وینا کوونکې وو.

علامه اقبال خپل شعرونو کښې کربلا او د امام حسین علیه السلام غورځنګ له اسلامی ټولنه د هدایت او نجات سبب ګرځولې، علامه اقبال چې یو ژور فکر یی د کربلا له تاریخ نه اخیستلی وو، ایران یی خپل یو شعر کې د مشرق اوسېدونکو لپاره د یووالی مرکز ټاکلی، اقبال، د امام حسین علیه السلام ژوند د تل ژوندون نمونه ګرځولې چې همېشه لپاره به د عمل نمونه وی او د اقبال شعرونه حسینی فکر سره به هر وخت د ټولنه اصلاح او هدایت کوی، دا ټول هغه مطالب وو چې په دغه ټولنه کښې وړاندی شو.

د علامه اقبال کلام او د امام حسین علیه السلام پیغام غونډه د خانه فرهنګ ایران، ابلاغ علمی او ادبی تحقیقات مؤسسه په مرسته د علامه اقبال د زوکړې په ورځ پیل شوه.

http://iqna.ir/fa/inter/News/1472096

captcha