د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د قدس د غاصب رژيم امنيی ځواكونو پرون سهار د چنګاښ دمياشتې په دېرشمه نېټه د تلاشۍ د پوسټو د كنټرول په سختولو سره د جمعی د نمانځۀ په مراسمو كښې د زرګونو فلسطينيانو د ګډون لپاره مسجدالاقصی ته د هغوی له داخلېدو څخه مخنيوے وكړ.
د قدس مقدس ښار ته له څلوېښتوكالو نه د كمو فلسطينيانو له داخلېدو څخه مخنيوے په داسې حال كښې بڼه نيسی چې پرون په فلسطين كښې د روژې دمباركې مياشتې وړومبۍورځ اعلان شوه.
د قدس ښار په دننه كښې هم غاصبانو د ګشت د ځواكونوپه زياتولو سره د امنيت د ساتلو په بهانه د فلسطينيانو د پېژندګلو پاڼې او شناختی كارډونه كنټرول كړل.
1058188