د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ،له شلو نه زيات نمونځګزاران د تهجدو د نمونځ د ادا كولو په حال كښې ؤ چې د اسرائيلو ځواكونو په جومات باندې حمله وكړه او هغوی ته یې اجازه ورنكړه چې نمونځ ادا كړی.
صهيونېسټو ځواكونو د دغه جومات امام صاحب هم ونيوۀ او يو نامعلوم ځاے ته یې له ځان سره بوتلۀ.
په همدې حال كښې د اورپكو يهوديانو يوې ډلې د اسرائيلی ځواكونو په ملاتړ سره د جومات په صحن باندې يرغل وكړ او د دغه جومات دروازې یې بندې كړې.
د دغه تيری نه وروسته د قدس په كفر عقب، قلنديا او راس العامود سيمو كښې په لسګونو فلسطينی ځوانان له اسرائيلی عسكرو سره ښكيل شول .
1063277