IQNA

جنرل فيروز آبادی د رفح د معبر د خلاصيدو مباركی ووئيله

23:05 - August 01, 2012
د خبر لمبر: 2383421
سياسی ډله: د ايران د وسله والو ځواكونو لوئې درستيز د مصر جمهوررئيس او ولس ته د رفح د معبر د خلاصولو د مباركۍ وئيلو په ترڅ كښې ووئيل: مونږ د مصر سترې پوځی شورا ته سپارښتنه كوو چې په دغه هيواد كښې دې ډيموكراسی ومنی.
د سپاه نيوز له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د وسله والو ځواكونو لوئې درستيز بريدجنرال حسن فيروزآبادی د مصر مسلمانو خلكو او د دغه هيواد د اسلامی انقلاب جمهوررئيس محمدمرسی ته په خطاب كښې د رفح د لارو د خلاصيدو د مباركۍ په وئيلو سره څرګنده كړه: د مصر له خوا د غزې د كلابندۍ ختميدل د مسلمانانو آرزو وه او د فلسطين د مظلومو خلكو لپاره دا د مصر د اسلامی انقلاب وړومبې ګل دے چې د دنيا اتلانو ته ډالۍ شوې دے.
د ايران د اسلامی جمهوريت د ملی امنيت د عالی شورا غړی څرګنده كړه: مونږ د مصر سترې پوځی شورا ته سپارښتنه كوو چې په خپل هيواد كښې دې ډيموكراسی ومنی او له دې نه زياته د مصر باتور پوځ ته سپارښتنه كوو چې دنده ئې د دښمنانو او د قدس د نيواكګرو په وړاندې د مصر د اسلامی ټاټوبی دفاع كول دی، د سياسی مسايلو په خاطر دې د خلكو سره د نښتې په رامينځته كولو سره ځان كمزورے نكړی. 1068107
captcha