د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اردن چاپ الدستور ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د دغه حكم مطابق ټاكل شوې ده چې د مسجدالاقصی چاپېره انګڼونه دې په عمومی پاركونو باندې بدل شی چې صهيونېسټان په دې بهانه چې د دې جومات انګڼونه عمومی ځاےدے او ټول حق لری چې ترې استفاده وكړی، اوهر وخت چې یې وغواړی ورته داخل شی.
د ١٩٤٨ كال د مقبوضه سيمو د اسلامی غورځنګ د مشرمرستيال كمال الخطيب وويل: د روژې دمباركې مياشتې په شروع كېدو سره د قدس ښار د يهودی كولوكارو شدت پېدا كړے دے او صهيونېسټ غاصب رژيم د قدس ښار د فلسطينی څېرې د ختمولو لپاره كوشش كوی او په همدې لړ كښې د وړومبی ځل لپاره په همدې مياشت كښې يو لړ اقدامات ترسره كوی.
د ١٩٤٨ كال د مقبوضه سيمو د اسلامی غورځنګ مشر شېخ رائد صلاح پخلے وكړ، د رارسېدولو شواهدو او رپوټونو مطابق په مسجدالاقصی كښې د موهوم هيكل د جوړولو لپاره اپوټه شمېرنه شروع شوې ده.
1068057