IQNA

په واشنګټن ډی سی كښې به د قدس د نړيوالې ورځې جلوس جوړیږی

19:46 - August 06, 2012
د خبر لمبر: 2387060
سياسی ډله: د روژې د مباركې مياشتې له اخېری جُمعې يعنې د زمری دمياشتې له ٢٧ نېټې سره په يو وخت د قدس د نړيوالې ورځې د جلوس مراسم د امريكې په پائېتخت واشنګټن ډی سی كښې جوړیږی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امريكې د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد مسلمانان د روژې دمباركې مياشتې اخيری جمعې او د قدس د نړيوالې ورځې د نمانځلو په اړه د حضرت امام خمينی (رح) نړيوال حكم ته په پام سره د غاصب صهيونېسټ رژيم د ظالمانه سياستونو په خلاف جلوس وباسی.
مسلمانان او د نورو دينونو يو شمېر پېروكار به د قدس په نړيواله ورځ د ځای وخت مطابق له ٤ بجون تر ١٦ بجو پورې په واشنګټن ډی سی ښار كښې جلوس كوی او د پروګرام په اخېر كښې به هم د وحدت په عنوان سره د روژه ماتی مراسم د ځای وخت مطابق له ١٩ نه تر ٢٢ پورې د دغه ښار په سېنټ سټوينز ګرجه كښې جوړوی.
1071088
captcha