IQNA

پاکستان کښی د اسلامی مذهبونو عالمانو او پوهانو راغونډون

14:36 - April 13, 2015
د خبر لمبر: 3135379
نړیواله ډله: د «مذاهب اسلامی» عنوان سره د پاکستان مختلفو اسلامی مذهبونو عالمانو او پوهانو د دې هیواد پای تخت اسلام آباد ښار کښې کانفرانس پیل کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الکفیل نړیواله چینل ویب پاڼه نه په نقل، دا کانفرانس د جمعه په ورځ ۲۱ فروردین باندې د امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علیه اسلام سپېځلې زیارت او د کاظمین سپېځلې زیارت په مرسته د اسلام آباد ښار د المصطفی پوهنتون «الکوثر» کښې پیل شو.

د اسلامی مذهبونو کانفرانس د «نسیم کربلا» کلتوری هفته فعالیتونو په اړه چې د امام حسین علیه السلام د زیارت په مرسته او د «الکوثر»  پوهنتون همکاری سره په اسلام آباد کښې پیل کېږی.

د اسلامی مذهبونو عالمانو په دې کانفرانس کښې د مسلمانانو ترمنځه د وحدت کلمه او د ډلې ډلبندی او اختلاف نه د لری اوسېدو په ضرورت باندې تاکید وکړو.

په دې کانفرانس کښې ګډون کوونکو همدارنګه، اسلامی امت ته د قرآن او نبوی سنت ته را ستنېدو دعوت ورکړو او وې ویل: قرآن او سنت سره اړیکې د اسلامی ټولنې پرمختګ او رشد سبب به وګرځی.

د افراط او تاوتریخوالی نه پرهېز، د عقایدو په سایه کښې هر ډوله وینه تویولو او دې ته ترغیب ورکولو نه ډډه کول هغه نور موضوعات وو چې په دې کانفرانس کښې پرې تاکید اوشو.

د اسلامی مختلفو مذهبونو عالمانو همدارنګه په دې کانفرانس کښې شتون لرونکو نه د ترمنځه وحدت لرلو غوښتنه وکړه او څرګنده یی کړه چې نه باید جغرافیایی تقسیم د مسلمانانو تر منځه د تقسیم سبب وګرځی، ځکه چې دا هم هغه څیز دی چې د اسلام دښمنان یی غوښتنه کوی.

د دې کانفرانس په اخیره کښې د پاکستان مختلفو اسلامی مذهبونو عالمانو او پوهاندو ترمنځه لید کتنه پیل شوه او په دې کانفرانس کښې بیان شوی موضوعات اجراء کولو باندې بحث او د نظر بدلون اوشو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3123590

captcha