قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د صدی البلد خبروونکې بنسټ نه په نقل، شیخ الازهر احمد الطیب بیانیه کښې د انسانی تمدن او میراث، تاریخی او لرغونی آثارو راکړه ورکړه، خرڅول او قاچاق شرعا حرام ګڼلې دی.
احمد الطیب په ادامه کښې د داعش ترهګری ډلې عناصرو په خلاف د شام تدمر لرغونی آثارو نه د دفاع په ضرورت باندې تاکید وکړو.
هغه دې بیان سره چې د دې لرغونی آثارو نه دفاع کول هم یو جنګ دی او د داعش په تدمر لرغونی ښار باندې تسلط اخیستلو په هکله د غبرګون ښکاره کړو.
احمد الطیب تاکید وکړو: ټول باید د تدمر نه چې یوه زړه او لرغونی او مهمه سیمه ده حمایت لپاره خپل ټول کوښښ وکړو او دې سیمې ته د داعش له پنجه نه نجات ورکړو.
شیخ الازهر د نړیواله ټولنیزې نه غوښتنه وکړه چې اجازت ور نکړې چې د عراق او لیبیا غوندې لرغونې آثار داعش دلته تدمر کښې هم ویجاړ کړی.
هم په دې اړه، د یونسکو سازمان مشر هم د تدمر لرغونی آثار ویجاړولو باندې غبرګون ښکاره کړو او وې ویل: که چرته دا ټول لرغونې ښار ویجاړ شی نو یو لوی او د بشریت به یو نه را ګرځېدونکې تاوان وشی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3307792