قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، دا تحقیق چې اسلام آباد کښې د «جنه» تحقیقاتی موسسه په همت سره پیل شوی چې په کال ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کښې دا پاکستان کښې د شیعیانو بی ساری هدفی وژنې وی.
د دې تحقیق له مخې په دې درې کالو کښې په بم او هدفی وژنو کښې د شیعه مسلمانانو وژلو شمېر تقریباْ ۱۹۰۰ نه زیات دی.
دې تحقیق نه څرګنده کېږی چې په پېښور، راول پنډی او جنوبی پنجاب کښې په شیعه مسلمانانو حملې زیاتې وی.
سلمان زیدی، د جنه موسسه نه د پرس ټی وی خبریال ته وویل: د پاکستان په ځینې ښارونو کښې د تاوتریخوالی زیاتوالی سره په تېره بیا په کویټه، کراچۍ او د دې هیواد شمالی سیمه کښې له ډېری مودې رسی شیعه مسلمانان په محاصره کې دی.
پاکستان کښې په شیعیانو باندې بیا بیا حملو د نړیواله سازمان اندېښنه راپارولې، خو ولی د پاکستان بی تعصبه سنیانو دا حملې د هیواد په خلاف یوه توطئه ټاکلی.
شیعه د پاکستان ۱۸۰ ملیونه ولس کښې درېیمه برخه دی.
پاکستان امریکه سره د ترهګری به خلاف جنګ کښې تړون نه پس امنیتی ستونزو سره مخامخ دی، په زرګونو پاکستانیان له کال ۲۰۰۱ نه په بمونو چاودنو او بریدونو نه سراسر هیواد کښې په ملیونونو کسان وژلی شوی.
http://iqna.ir/fa/News/3311475