IQNA

پاکستان؛ د اسلامی هیوادونو مشرانو غونډې راروان کال کوربه وې

18:57 - June 22, 2015
د خبر لمبر: 3317480
بهرنې څانګه: د اسلامی هیوادونو مشرانو غونډې به راروان کال پاکستان کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان «حیدر آباد» کښې خانه فرهنګ ایران نه په نقل، د اسلامی هیوادونو مشرانو غونډه راروان کال پاکستان کښې او د بهرنې چارو وزیرانو غونډه جمهوری آذربایجان کښې پیل کېږی.

غلام محمد صفی د « حریت کشمیر» کانفرانس ستر غړی وویل: دا یو ښه فرصت دې چې پاکستان د کشمیر مسئله اخیرنی حل لپاره لایحه تصویب کړی او یو ټیم د کشمیر حالاتو نږدې ووینې.

دې کال به دا غونډه په کویت کښې پیل کېږی.

محمد صفی د کویت غونډه کښې د ۵۷ اسلامی هیوادونو میز باندې د کشمیر په اړه راپور، فلم او ویډیو وړاندې کړی.

د پاکستان بهرنې چارو وزیر او نور مهم سیاسی کسانو هم په دې غونډه کښې به د کشمیر کړکېچن حالاتو باندې خبری اترې وړاندې کوی.

د کشمیر سیمه په ۱۹۴۰ کښې په دوه برخو کښې «د پاکستان کشمیر» او «د هند کشمیر» کښې تقسیم شوې وه او دا د دواړو ګاونډ هیوادونو یوه مهمه مسئله ده.

د پاکستان او هند ترمنځه د کشمیر مالکیتوب په سر دوه ځله جنګ شوی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3316479

captcha