قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «KTimes»ورځپاڼې نه په نقل، د ټول قرآن حفظ مقابلو کښې د ګټونکو کسانو نومونه د دې مقابلو پایی ته رسیدو مراسمو کښې نن د تیر میاشتې ۱۶ باندې د دبی «الممزر» سیمې علمی او کلتوری انجمن کښې پیل کېږی.
۱۱ ورځې د ټول قرآن کړیم حفظ مقابلې چې د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو اصلی برخه ده د تیر میاشتې له ۳ نه ۱۳ پورې د ټولې نړۍ نه د ۷۶ حافظانو کوربه وو.
سره د دې چې په دې مقابله کښې د ګډون کوونکو شمېر ۸۳ کسان وو د یوکراین، ترکی، مقدونیه، فن لینډ، سینیګال، بوسنی او بلژیک هیوادونو ته د شرکت شرایط نه لرلو په سبب د ټول قرآن مقابلو فهرست نه حذف وو.
محمد عبدالرحیم سلطان دا مقابلې پیل کوونکو کمېټه غړی وویل: ځنې هیوادونو کښې سره د دې چې په زرګونو د قرآن حافظان موجود دې او یو کس په کې هم ړومبنی امتحان کښې کامیاب نشو د تعجب خبره ده.
هغه وویل: مونږ د ۱۵۰ نه زیات دعوت نامې مرکزونو، بنسټونو او د هیوادونو اسلامی چارو او اقاف وزارتونو ته لېږلی چې خپل استازی دې مقابلو کښې شرکت لپاره را ولېږی.
سلطان ادامه وکړه: د مقابلو په دې ۱۸ کاله کښې د دې مقابلو پیل کولو کې مونږ پرمختګ کړی، د شرکت کوونکو له اړه د قرآن په حفظ او قرائت کښې یوه وړه غلطی هم د منځګړو ۵ کسانو کمېټۍ له اړخه لیکلې کېږی.
هغه زیاته کړه: تر ټولو لویه رتبه به هغه کس ته ورکړلې کېږی چې په ښکلې آواز کښې په ښه ډول ولولې او د قرآن په آیتونو کاملاْ برلاسی وې.
http://iqna.ir/fa/News/3323266