قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «ډیلی ټایمز» ورځ پاڼې نه په نقل، د پاکستان عالمانو شورا مشر حافظ محمد طاهر اشرفی وویل: د ترهګری او افراطی ګری سره مقابله بی له اسباب کتنې او له منځه ایستلو نه ممکنه نه ده او د دې مهم کار لپاره د خبرو اترو په ځای د مسلمانان لارښود او د سولې ملګرې په عملی اقدامات لاس پورې کړی.
هغه د تاجیکستان «دو شنبه» ښار کښې نړیواله کانفرانس «ترهګری او دینی افراط ګری سره مقابله» کښې د ۳۲ هیوادونو غړو ته خپلې وینا کښې وویل: د مسلمانانو ټولنیزه مشران دا شرارت له کافرانو او یا غیر مسلمانانو ته نسبت ورکولو سره له خپل مسؤولیت نه ځان نشی خلاصولې.
حافظ محمد طاهر اشرفی څرګنده کړه: د کفر او استکبار نړۍ ممکنه ده یوه نقشه جوړه کړی وې خو ولې مسئله دا ده چې دا دسیسه او پروګرامونه د مسلمان ځوانانو په لاس تر سره کېږی.
هغه تاکید وکړو: ضروری ده چې مسلمانان اوس یو قاطع پیغام ترهګرو ته ورکړی او سره یو ځی د ترهګرو مخنیوی ته ودرېږی او د دسیسه کولو، توطئه او د بدامنی، تاوتریخوالی او اسلامی ودانۍ ویجاړو په هکله خبردار کړی.
http://iqna.ir/fa/News/3333810