IQNA

د مصر مفتی اعظم د صهیونیست په ماشومانو باندې جنایات محکوم کړل

1:30 - August 05, 2015
د خبر لمبر: 3339014
نړیواله ډله: د مصر مفتی اعظم شوقی علام، د صهیونیست له اړخه د یو فلسطینی ماشوم سوځولو وحشی جنایت محکوم کړو.


قرآنی خبر خپرولو نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الفجر» ویب پاڼې نه په نقل، شوقی علام خپل وینا کې تاکید وکړو: د صهیونیست رژیم وحشیانه عملونه له تېری رسی د انسانی فطرت سره جوړښت نه لری او نړیواله قانون سره هم تناقض لری.

هغه د صهیونیستو جنایاتو په مخامخ د نړیواله ټولنیز منفی دریځ هم محکوم کړو او د عربی، اسلامی او همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان نه یی غوښتنه وکړه چې فوری د فلسطین مظلوم عوام خلاف د صهیونستو وحشی اقدام مخنیوې وکړی.

د مصر مفتی اعظم څرګنده کړه: دا جنایات په سیمه کې د کړکېچ زیاتولو سبب جوړېږی او دا ځان سره زیان رسوونکې پایلې لری.

ویلې کېږی، چې د جمعه په ورځ د ۱۸ میاشتو فلسطینی ماشوم د صهیونیستو له اړخه یو فلسطینی کور ته اور وکولو کښې سوځېدو سره په شهادت رسېدلې وو او ۴ کلیزه ورور یی ژوبل شوی وو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3337687

captcha