قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « Malay Mail» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دې فتوا په رڼا کې به جوماتونه حق نه لری چې د اذان لپاره او د نورو پروګرامونو لپاره د غږن نه استفاده وکړی.
له دې نه پس د مالیزی «پرلیس» ولایت مفتی «عصری زینالعابدین»، د خپل فیس بک په پاڼه له دې فتوی نه حمایت کړی.
هغه لیکلې: اسلام مونږ ته ښودنه کوی چې د غږن نه ناسازه استفاده د جومات ټولو پرګرامونو کې چې د خلکو آرامښت کې خلل پیدا کوی باندې بندیز ولږی.
عابدین وویل: په حقیقت کې به حضرت محمد صلی الله علیه و آله پخپله به هم د خلکو ارامښت لپاره د دې اجازت نه وې ورکړی.
د دغه مفتی د وینا په رڼا کې: د قرآن او د نورو پروګرامونو اوازونه چې د جومات نه په غږن کې خپرېږی د جومات ګاونډیانو ارامښت کې خلل اچه وی.
هغه وویل: شاید دغه خلک نورو وختونو کې د قرآن تلاوت کوی، شاید یو ماشوم اوده وې او شاید څوک بیمار وی.
د پرلیس مفتی ګواښ څرګنده کړو چې غږن کې د قرآن او دعاګانو وینا د اسلام سیره ناوړې وړاندې کوی او اسلام یو «بی رحمه» دین څرګنده وی.
هغه ځنې هیوادونو ته چې ټوله ټولنۍ یی مسلمانه وی ته اشارې سره وویل: دغه هیوادونو کې هم د اذان نه پس نور پروګرامونه د غږن نه خپرولو باندې بندیز دی، وې ویل: نو بیا مونږ چې د مختلفو دینونو اقلیتونه هم لرو څه رنګه دا کار کوو؟
د مالیزیا ۲۶ میلیونه خلکو کې ۶۰ په سلو کې مسلمانان دی او ۳۵ په کې هندوان او مسیحیان دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3379586