قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Daily Kashmir Images» ویبپاڼې نه په نقل، د هندوستان جامو و کشمیر ولایت سرینګر ښار «حضرت بل» جومات کې د امام حسین علیه السلام عزاداری مراسم پیل شو.
دا مراسم د قرآن کریم تلاوت سره شروع شو او په ادامه کې تقریر او مرثیه ترسره شو.
د اطلاعاتو او د ټکنالوجی وزیر او د جامو و کشمیر شیعیانو انجمن مشر عمران رضا انصاری د حضرت علی علیه السلام د ژوند او د کربلا پېښی په اړه تقریر وکړو.
د جامو و کشمیر جمعیت اتحاد المسلمین هم د سرینګر ښار «اقبال خمینی» سالون ته مخامخ د عزاداری مراسم پیل کړل.
په دې مراسمو کې هم د قرآن کریم آیتونو تلاوت نه پس د امام حسین علیه السلام او د کربلا نه درس اخیستلو په هکله تقریر ترسره شو.
د عزاداری جلوسونو هم د سرینګر په سړکونو باندې د عزاداری مراسم پیل کړل.
د محبان حسنی شورا له اړخه د وینی جمع کولو بنسټونو هم د دې ښار په مختلفو ځاینو کې ناست وو چې خلکو ورته د کربلا شهیدانو په یاد کې وینې ته اړتیا لرونکو ته خپلې وینی هدیه کړی.
http://iqna.ir/fa/News/3389049