قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو بنسټ نه په نقل، الازهر په دغه بیانیه کې د نجران ښار شیعیانو جومات کې چاودنه چې په کې ۴ کسان شهید او ۳۰ کسان ژوبل شو محکوم کړه، د الازهر اسلامی مرکز په دغه بیانیه کې د شیهدانو لپاره د لوړ مقام او د شهیدانو او ژوبل شوی کسانو کورنۍ لپاره د صبر او ژوبل کسانو ته خواخوږی سره د زر تر زره روغتیا لپاره الله نه غوښتنه کړی.
الازهر په دې بیانیه کې ویلې دی: د اسلام ځلنده دین د هر قسمه تاوترخوالی او د افراط ګری مخالف دی.
ایسسکو د عربستان نجران ښار شیعیانو جومات کې چاودنه محکوم کړه:
اسلامی ښودو او کلتور او علمونو سازمان آیسسکو هم یوه بیانیه د عربستان ښار نجران کې د شیعیانو جومات باندې چاودنه چې د یو څو کسانو د شهادت او ژوبل کېدلو سبب وه محکوم کړه:
آیسسکو په جومات کې چاودنه یو ترهګره اقدام وبللو او فساد فی الارض یی وټاکلو او حمله کوونکې او د دې حملی پروګرام جوړوونکې یی د اسلام دښمنان او د اسلام مخالف وټاکل.
د ایسسکو اسلامی سازمان په ادامه کې جوماتونه او بی ګناه لمونځ کوونکو وژنه په ځمکه له ټولو نه لوی فساد فی الارض وټاکلو.
نجران شیعه مسجد کې چاودنه د عربی هیوادونو غبرګون
د اردن حکومت هم په یو بیانیه کې دا ترهګره حمله چې د عربستان جنوب نجران ښار المشهد جومات کې شوی محکوم کړه.
محمد المومنی، د اردن حکومت ویندوی وویل: ترهګر ناراوا شکل سره حمله کوی او د بی ګناه خلکو وینه تله وی او د الله د کور خیال نه کوی.
هغه عربستان ته تاکید سره وویل: مونږ هر قسمه ترهګری او په ټولو شکلونو سره رد کوو.
شیخ صباح احمد جابر الصباح د کویت امیر هم د عربستان باچا ته یو پیغام کې وویل: مونږ د ترهګری دا اقدام چې په کې څو کسان شهیدان او ژوبل شو محکوم کوو.
http://www.iqna.ir/fa/News/3399277