IQNA

غزه کې د الشفیع قرآنی پروګرام کلیزې مراسم پيل شو

7:11 - April 12, 2016
د خبر لمبر: 3479961
نړیواله ډله: د الشفیع قرآنی پروګرام کلیزې اتم مراسم غزه اسلامی پوهنتون د غونډې سالون کې پیل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دنیا الوطن خبرونو نه په نقل، دا مراسم د غزه سنت نوار او دارالقرآن په همت سره پيل شو او ۷۶ قرآنی حافظانو ښځو او سړو چې ټول قرآن یی حفظ کړي وو په کې ګډون وکړو.

دې مراسمو کې همدارنګه، د قرآن زدکړه ترلاسه کوونکې چې د الشفیع قرآنی پروګرامونو کې په کال ۲۰۱۵ کې د قرآن سپارې حفظ کړي وې ولمانځلې شو.

د الشفیع قرآنی پروګرامونه د اسلامی خیریه یوه نړیواله شورا پروګرامونه چې د کویت الرحمة نړیواله انجمن په همکاري سره د نړۍ مختلفو هیوادنو کې ټولو ته د قرآن حفظ کولو موخې سره پیل کوي.

د کویت الرحمة نړیواله انجمن د فلسطین دفتر مشر ولید العنجری (د دغه هیواد د ټولنیزه اصلاح انجمن سره تړي) په خپل یو تقریر کې تاکید وکړو: مونږ به قرآن او سنت سره د ازادی لرونکې نسل روزنه کوو.

هغه ادامه کې د کویت الرحمة نړیواله انجمن له اړخه د په کال ۲۰۱۵ غزه کې الشفیع قرآنی پروګرام جوړولو ته اشارې سره هیله څرګنده کړه چې انشاء الله را روان پروګرام په مسجدالاقصی کې پیل کړو.

د غزه دارالقرآن او سنت عبدالرحمن د الشفیع قرآنی پروګرام چې قرآن حفظ کوونکې په درې کالو کې ټول قرآن حفظ کولو کې کامیاب شې تعریف وکړو او د کویت الرحمة نړیواله انجمن نه یی هم د مرستیال عنوان سره ستاینه وکړه.

هغه زیاته کړه: غزه کې د الشفیع قرآنی پروګرام جوړېدو نه تر اوسه تقریباْ ۹۰۰ کسانو قرآن حفظ کړې.

غزه کې د کویت الرحمة نړیواله انجمن غړي احمد شرف هم په دې مراسمو کې خپلو خبرو کې د غزه دارالقرآن او سنت له اړخه د الشفیع قرآنی پروګرام پیل کولو باندې د هغې نه ستاینه وکړه او دغه پروګرام ته وده ورکولو ضرورت چې په هر کورنۍ کې یو د قرآن حافظ وې پرې تاکید وکړو.

د اسلامی خیریه نړیواله شورا قوماندانۍ کویت کې شتون لري او د کویت امیر مرستیال عبد الله المعلوق د هغې مشرتوب په غاړه لری.

http://iqna.ir/fa/news/3486626

captcha