قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اردن «Petra» خبرونو نه په نقل، د دې کانفرانس پيل کولو هدف د هغه مسئلو په اړه د صحیح تصوراتو څېړنې دې چې د هغې په واسطه افراطی ډلې کوښښ کوې چې د اسلام مخ مخدوش کړي.
دا کانفرانس چې د اردن دارالفتوای له خوا پيل شو غواړي د نړۍ مسلمانانو عالمانو او پوهاندو ترمنځه اړیکو ته استحکام ورکړي.
دې دوه ورځې کانفرانس کې عالمان، څېړونکې او کارپوهان به له عربی، اسلامی او غیر اسلامی لکه مصر، فلسطین، یمن، لبنان، تایلند، اتریش، فرانسه، اوکراین، سوئد، پاکستان، نایجریه، مالزی، کویت، مراکش او عراق نه ګډون کوې.
ګډون کوونکې به په څلورو غونډو کې تقریباْ ۱۶ مقالې لکه د افراط سره څرنګه مقابله وکړو او د تکفیری ایډیالوژي سره د مقابلې لپاره کوښښ او اړیکې په اړه به څېړنې کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3498078