IQNA

هند کې د مسلمانانو قتل عام کوونکو لپاره غیر عادلانه حکم

0:59 - June 20, 2016
د خبر لمبر: 3480089
نړیواله ډله: هند کې څوارلس کاله مخکې د مسلمانانو قتل عام کوونکو لپاره اخیر د دغې هیواد محاکمې یو غیر عادلانه حکم صادر کړو.

هند کې د مسلمانانو قتل عام کوونکو لپاره غیر عادلانه حکم

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټی وی نه په نقل، هند کې څوارلس کاله پس د مسلمانانو قتل عام کوونکو ته د دغه هیواد د محاکمې له اړخه غیر عادلانه حکم صادر شو. څوارلس کاله وړاندې قتل عام شوې د هند مسلمانانو کورنو د قتل کوونکو لپاره دا حکم غیر عادلانه وټاکلو.

ګجرات ولایت کې په کال ۲۰۰۲ کې د ۶۹ مسلمانانو قتل عام کوونکې ۱۱ کسانو ته محاکمې د عمري حبس باندې محکوم کړل.

دا قتل عام هغه وخت ترسره شوي وو چې د هند لومړي وزیر هغه وخت د ګجرات ولایت سر وزیر وو.

د هند د کانګریس غړې زکیه جعفري چې خاوند یی د مسلمانانو کورنو سوځولو په وخت کور کې مړ شوي وو، وویل: دا حکم ډېر غیر عادلانه دې، زه له دې حکم نه رازی نه یم، ... دا حکم غلط دې.

دې محاکمې همدارنګه ۱۲ کسان چې په دې قتل عام کې لاس لرلو ۷ کاله حبس او یو بل کس په ۱۰ کاله حبس باندې محکوم کړو.

کال ۲۰۰۲ کې افراطی هندوانو د ګجرات ستر ښار احمد آباد باندې حملې نه پس، د مسلمانانو وهلو ټکولو نه ورسته د هغوي کورونو ته اور اچولې وو، په دې تر ټولو ناوړه برید کې هندوانو یو استوګنځې سوځولې وو چې په دغه برید کې ۶۹ مسلمانان ښځه او سړې سوځېدلې وو.

دا استوګنځې ته هغه وخت اور ورکړې شوې وو چې یو شمېر کورنۍ د هندوانو د وېرې په دغه ځای کې پټ شوي وو.

په داسې حال کې دغه حکم صادر شوی دی چې لوی څارنوال د دغه کسانو د اعدام د حکم غوښتنه کړې وه.

د دې دوسیه قاضي پی بی دسای د مسلمانانو قتل عام د ګجرات ټولنې په تاریخ کې دا یوه توره ورځ وټاکله او له حکومت نه یی غوښتنه وکړه چې ورکړې شوي سزا کمه نکړې.

http://iqna.ir/fa/news/3508165


captcha