قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، العالم خبرونو چینل نه په نقل، سعودي عربستان کې اوسېدونکې یو هندي چې د دغه هیواد په شمال کې یو دکانداري کوې، د قرآن کریم تلاوت کولو په وخت له دوه کسانو برید سره مخامخ شوی.
راشا تودي د دې ویډیو خپرولو سره د دې پېښي په اړخه لیکلې چې په دوربین کې دوه ځوانان په دغه هندي چې زکریا نومیږي برید کوي او هغه په سر او سینه باندې ژوبل کوي.
د عربستان رسنیو هم لیکلې چې په دغه هندي باندې برید کوونکې د هغه دوکان نه بې له څه اوچتولو تښتېدلې دې.
الریاض ورځپاڼې په دې اړه لیکلې چې پولیسو تراوسه د دې پېښي په اړه کوم غبرګون نه دي ښودلې او تراوسه هیڅ ګام نه دی پيل کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3508304