قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قاف خبرونو نه په نقل، د حضرت عباس علیه السلام سپېڅلې زیارت سره تړلې د حافظانو او قاریانو روزنې مرکز دا پروژه لومړي ځل تېر کال پیل کړې وه او تراوسه د دویمې دورې پیل کولو لپاره یی مقدمات ترسره کول.
د قرآن حافظانو او قاریانو روزنې مرکز مشر حسنین الحلو، په دې اړه وویل: دا مرکز به ډېر زر د امیر القراء پروژه د دویم کال لپاره په کربلا ښار کې شروع کوې.
الحلو وویل: دغه پروژه کې د ګډون لپاره موسسه ډېر زیات غوښتنې ترلاسه کړې، ټولې غوښتنې د څارنې کمېټه له اړخه ارزونې کېږي تر دې چې د تېر کال 10 وتلې کسانو هم ارزونه کېږي.
هغه زیاته کړه: د مقابله کوونکو سطح مختلفه ده او هم دا سبب شو چې د ترټولو ښه قاري غږیز دوتنه د منلو وړ لرې.
همدارنګه د څارونکې کمېټۍ د اعلان په رڼا کې د مقابله کوونکو په دې پروژه کې باید د مقابله کوونکې ۱۶ کلن وې، خو ولی ډېر مقابله کوونکې له ۱۶ کلنو نه زیات عمر لرلو، نو دا مسئله سبب شوه چې د دې پروژې په دې شرطونو خپې کېږ دې، دې پروژې څارونکې کمېټه د مقابله کوونکو ارزونې نه ورستو د ۵۰ قاریانو نومونه ومنل او په دې پروژه کې د دغه قاریانو د ګډون اعلان وکړو.
د امیر القراء قرآنی ملي پروګرام د عراقي قاریانو استعداد پېژندو موخې سره پیل شوي دي.
د مشهور قاریانو نه تقلید، د لویو قاریانو قرائت ته غوږ اچول او د قرآنی پوهانده استادانو لارښود او ویناوو نه استفاده کول په دې مقابلو کې د ګټې اساسي اصول شمېرلې کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3516134