قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د نیشن ورځپاڼې نه په نقل، د لاهور لرغونې مقاماتو برخې د پیر په ورځ خبر خپور کړې چې د پاکستان لرغونې جومات مریم زمانی بیارغونه کول او د سیلانیانو لپاره یی پرانیستل غواړي.
مریم زماني جومات جهانګیر باچا د خپلې مور بیګم مریم زماني چې د اکبر باچا ښځه وه اقامت لپاره جوړ کړې وو.
پنجاب باندې د مهاراجه رانی جیت سینګ حکومت په وخت کې دا جومات د وسلې کارخانه کې بدل شو او په کال ۱۸۵۰ کې بیا ترلاسه کړو.
دا جومات چې د لاهور سیلانی مهم ځایونو کې شمېر کېږي د مستی لرغونې دروازه کې او د اکبری دروازې مخامخ جوړ شوې دې.
د جومات دېوالونه او ځنې برخو نه د حفاظت لپاره ترې دېوال چاپیره وو چې د وخت سره د جومات ګاونډ کې اوسېدونکو د جومات شاوخوا غصب کړل او د جومات سیلانی برخه یی خرابه کړه.
د لاهور یو ښاریزه مشر نجم الثاقب د نیشن ورځپاڼې سره مرکه کې وویل: د جومات سره آباد غیر قانوني ځینو ویجاړول او د جومات دننه برخې، دېوالونه، دروازې، حجره، چتونه او د جومات ګنبد او بهرنۍ برخه او دېوالونو باندې نقشې بیا جوړول دې.
http://iqna.ir/fa/news/3518034