قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د راول پنډي امت ورځپاڼې نه په نقل، د « د ولس یووالی او د حرمین شریفین عظمت» کانفرانس د پاکستان جمعیت اهل حدیث چې د وهابي آل سعود سیاستونو سره تړاو لرې له اړخه اسلام آباد کې پیل شو.
دا کانفرانس د پاکستان مذهبی شخصیتونو او د نورو هیوادونو لکه عربستان، بحرین، فلسطین او ترکی یو شمېر شخصیتونو په شتون سره د اسلام آباد کنوانسیون تالار کې پیل شو.
دا کانفرانس چې د پاکستان جمعیت اهل حدیث له اړخه پیل شو، په کې زیات هغه کسانو ګډون وکړو چې د سعودی ناوړه سیاستونو په لاره کې هڅې کوې او وهابیت ته لېواله دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید، د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولوي سمیع الحق، د دغه جمعیت مرستیال مولوي غفور حیدری، د سنا غونډې غړې او د جمعیت اهل حدیث مشر ساجد میر، د عربستان مذهبی چارو وزیر مرستیال عبدالرحمان الغنام، د الاقصی جومات امام عکرمه سعدی صبري، د ترکی مفتي اعظم شیخ رحیمی یاران، د بحرین د شورا غونډې مشر مرستیال شیخ عادل عبدالرحمان المعاوده او د نورو اسلامی هیوادونو مختلفه سازمانونو مشران په کې ګډون لرې.
د دې کانفرانس تقریر کوونکو له پاکستان حکومت او پوځ نه غوښتنه وکړه چې د حرمین شریفین د دفاع لپاره یو مستقله امنیتي نظامي ځواکونه وټاکې چې هلته موجود وي.
د دې کانفرانس په وروستۍ بیانیه کې د مکه او مدینه سپېڅلو ځایونو سره اړوند لرونکې مسئلو په ځای نورو چارو ته مخه وکړه.
دا سره له دې چې حج راروان دې او د منا پېښي کې د زرګونو قتل عام شوي کسانو کلیزه ده، نو دې کانفرانس کې باید د بیت الله الحرام زائرانو د خدمت په ښه ډول سره کولو او د دا رنګه پېښو بیا مخنیوي په اړه خبرې شوې وي او په دغه باندې تاکید شوې وې.
· اسلام آباد کې د کانفرانس وروستۍ بیانیه څه دارنګه وه:
· اسلامی هیوادونه باید متحد شی او اسلامی هیوادونه باید ځان له یوه اتحادیه جوړه کړې.
· اسلامی هیوادونو خلاف باید د ترهګرې مخنیوې وشي او د فلسطین او کشمیر ستونزه دې حل شي.
· پاکستان نه یو سیکولر هیواد جوړولو مخنیوي وشي.
· اسلامی هیوادونه دې د یو بل هیوادونو دنننی چارو کې لاسوهنه نه کوې.
· دا کانفرانس د اهل سنت مسلمانانو(د شیعه قتل عام ته بې له اشارې) په عراق، یمن او سوریه کې وژنې سختي سره محکوم کوې.
· د ترهري سره مقابلې لپاره د سعودي نظامي اتحادیه د ۳۴ اسلامی هیوادونو په شتون سره چې د عربستان له اړخه به یی حمایت کېږي.
· د ترکی ولسمشر رجب طیب اردوګان نه حمایت کوو.
· د حرمین شریفین امنیت د نړۍ د امنیت نښه ده.
دا بايد په نښه شي چې اهل حدیث د پاکستان یو افراطی ډله ده چې زیاتره د عربستان ناسم کړنو او سیاستونه توجیه کوې او پرې تاکید کوې او دا کانفرانس هم په دغه لار کې یو قدم وشمېرلې شي.
پاکستان کې د دې غونډې د پروګرامونو او فعالیتونو منوونکې نه لرې او د کانفرانس پيل کولو خبر هم د دغې هیواد په رسنۍ کې انعکاس نه لرلو.
http://www.iqna.ir/fa/news/3524563