IQNA

د آل سعود بي حادثې حج پيل کولو ادعا نه پس رسوایۍ

12:29 - September 21, 2016
د خبر لمبر: 3480203
نړیواله ډله: عربستان کوښښ کوې چې د رسنۍ په لار ادعا وکړې چې د دې کال حج د بي هیڅ قسمه حادثې پيل شو، خو ولی د سعودی د روغتیا وزارت افشا شوې اسناد څرګندوې چې د دې کال حج کې د حجیانو شمېر کې څرګنده کمي نه پس بیا هم د حجیانو مړینې میزان کې زیات والي راغلي.
د آل سعود بي حادثې حج پيل کولو ادعا نه پس رسوایۍ

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، عربستان هڅه کوې چې د بي حادثې حج پيل کولو ادعا سره د تېر کال پېښي په تېره د منا او کرین پېښه چې په زرګونو حجیان ژوبل شوي او شهید شوې وو، پرده واچوي.

عربستان ادعا سره د دې چې د سعودی عرب د روغتیا وزارت اسناد افشا شوي او په دې کال کې د مړه حجیانو نومونه په کې ذکر شوي.

د سعودی عرب د روغتیا وزارت افشا شوي اسنادو کې د دې کال(۱۴۳۷ هـ. ق) حج کې د حجیانو شمېر کې څرګنده کمي نه پس بیا هم د ۸۷۴ مړه حجیانو نومونه څرګنده کړي.

سند ښیي، چې دې کال حج کې ټول ټال ۸۷۴ حجیان مړه شوي چې د سعودی عرب نه ۲۳۹، د مصر ۵۱ کسان، د پاکستان ۸۴ کسان، د بنګلادېش نه ۴۳ کسان، د نایجېریا نه ۳۱، د اندونیزیا نه ۱۲۴، د هند نه ۶۴ کسان او نور پاتی کسان د نورو مختلفو هیوادونو نه مړه شوي.

د جرمنی د کډوالو چارو سازمان«اینترنیشن»، اعلان کړې چې د سعودی عرب او کویت سیلانو ته امنیت ورکولو کې تر ټولو پرېوتي رتبه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3531372


captcha