قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عراق السومریه خبرونو نه په نقل، د عراق هیوادی وزارت ویاند اعلان کړې: د عراق هیوادی وزارت ځای ناستې عقیل الخز علی د دغه وزارت ټولو کارکوونکو ته چې په هر ډول د امام حسین علیه السلام د اربعین زیارت لپاره عراق ته راځي خدمت کولو کې مشغول دي د قانوني لارو او د عراق ته ننوتلو اداري کارونو لکه رسمي او قانونی ویزا ترلاسه کولو باندې تاکید کړي.
هغه وویل: د عراق د قانون په رڼا کې، هغه کسان چې عراق ته په غیر قانوني طریقه راغلې، خپل هیواد ته به بېرته لېږلي کېږي.
سعد معن په ادامه کې د بهرنې زائرانو یو نیم ملیون نه نور هم زیات کسانو شمېره وړاندې کړه او وویل: د دې زائرانو قانونی کارونه په ښه ډول ترسره شوي او د نورو زیاتو زائرانو عراق ته را تللو امکان نور هم وجود لري.
د عراق د هیوادي وزارت ویاند په ادامه کې وویل: وزارتخانې د دې سترې ټولنې لپاره مخکې نه پروګرام جوړ کړې وو او دا مسئله د چارواکو له اړخه او د خلکو له اړخه تایید شوي دي.
ویلې کېږي: کربلا کې هر کال د سترې ټولنې او لاریون چې په کې په ملیونو زائران موجود وې چې هم د عراق دننه او هم بهر نه د امام حسین علیه السلام د اربعین ورځې زیارت لپاره کربلا کې راټولېږي، او عزاداري کوي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3546559