قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم چینل ویبپاڼې نه په نقل، دا مظاهرې او غونډې پرون د شیخ زکزاکی او د هغوي د ټبر زینه الدین د ازادولو عدالتي حکم نه پس د حکومت په دغه حکم عمل نه کولو پر ضد پیل شوي.
د نایجېریا عدالت حکم ورکړي وو چې شیخ زکزاکی او د هغوي ټبر دې د ۴۵ ورځو نه ورستو ازاد شي.
مظاهرې کوونکو د کانو ښار او د نورو ولایتونو چارواکو نه غوښتنه وکړه چې د نایجېریا د عدالت په فیصله دې بې له څه شرطه شیخ زکزاکی ازاد کړي.
د شیخ زکزاکی د ازادي څارنې کولو کمیتۍ د نایجېریا مرکزي ښار په ابوجا کې هم پریس کانفرانس پیل کړو او په هغې کې یی حکومت د دغه هیواد اسلامی غورځنګ لارښود ازادي نه منل محکوم کړل او له ملګرو ملتونو سازمان نه او د بشري حقوق سازمانونه یی غوښتنه کړي چې په دې معامله کې برخه واخلي.
له دې نه مخکې دوه د بشري حقوق او د نړیواله بښنې سازمان د نایجېریا چارواکو نه غوښتنه کړې چې د عدالتي حکم ته د احترام په سترګه وګورې او شیخ زکزاکی ازاد کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3564562