قرآنی خبر خپروونکې نړیواله تولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسکای نیوز خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، دا نندارتون د شارجه کتاب انجمن او د مراکش اړیکو او کلتور وزارت په مرستې سره د امارات شارجه ښار عمومي کتابتون کې پرانیستا کېږي او د رمضان المبارک میاشتې تر اخیره پورې به ادامه لري.
د دې نندارتون پيل کولو هدف د مراکش او اماراتو ترمنځه د کلتوری معاملات ټینګښت او د عربی، اسلامی او د څېړنو مختلفو برخو کې د تیرو خلکو تالیف او آثارو راټولول عنوان شوي دی.
په دې نندارتون کې به د کتابتونونو خطی او ښکلې نسخې، موزه او د مراکش مشهور نشر کوونکې موسسې لکه د مکناس ښار جامع جومات خزانه، د تطوان ښار عمومي خزانه، د مراکش ښار خزانه ابن یوسف، د فاس ښار قرویین خزانه او د مراکش ملي کتابتون شامل دی.
د دې راپور له مخې، نورې خطي نسخې سبز شریف مصحف، شاطبه مصحف او ربعه ابوالحسن المرینی مصحف هم نندارې لپاره وړاندې کېږي.
دا نندارتون به د خطي ښکلې نسخو او د نادر قرآن کریم سره د احادیثو او د نبوی نعتونو، فقه، تاریخ، طبیعی علمونه او نورې لاس لیکلې نسخې به هم د خلکو نندارې لپاره وړاندې کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3608459