IQNA

سانګژیانګ تاریخي جومات؛ په شانګهای کې د اسلامی فعالیتونو زانګو + انځور

18:22 - July 03, 2017
د خبر لمبر: 3480569
نړیواله ډله: د سانګژیانګ تاریخي جومات د چین یو لرغونې جومات دی چې په ۱۴قرن کې جوړ شوې او له هغه وخت نه د شانګهای د مسلمانانو د اسلامی فعالیتونو زانګو شمېرلی کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د arabi21 خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا جومات د چین تر ټولو نه زیات ولسی ستر ښار«شانګهای» په «سانګژیانګ» سیمه کې آباد دې او د دغه جومات نوم یی له دغه سیمې اخیستلې شوي.

د دې تاریخي جومات جوړول ۱۴ پېړۍ ته ګرځې چې اوس یو تاریخي او لرغونې اثر ګڼلې کېږي او په کې ډېر نادره تاریخي آثار شتون لري.

دا جومات د شانګهای د اسلامی موسسې لاندې څارلې کېږي او د لمونځ یو وړوکې ځای او یوه تاریخی هدیره لري.

دا جومات په کال ۱۹۸۳ کې د دغه ښار تاریخي آثارو کې ثبت شوې او د دغه ښار ښاروالۍ یی د جوړولو او د روغولو کار ترلاسه کړو.

لمونځ کوونکې وایئ: دا جومات له ډېر مخکې نه د شانګهای مسلمانانو د اسلامی فعالیتونو لپاره مرکز ټاکلې شوي او د اقلیت د پرمختګ له تېر وخت نه شاهد دی.

چینی لمونځ کوونکې او مسلمانان له لمونځ نه ورستو خپلو کورونو ته نه ځې بلکې په جومات کې په وړو ډلو کې کښېنې او یو بل سره د مختلفو ستونزو او مسئلو په اړه خبرې کوي.

ویلې شوې چې د چین لومړۍ حاجي هم له دې جومات نه تلې وو چې بیا د فلسطین سپېڅلې ښار ته هم تلې وو.


http://iqna.ir/fa/news/3614086


captcha