قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اینا اسلامی نړیواله خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مالیزیا لومړي وزیر مرستیال احمد زاهد حمیدي په دغه هیواد کې د مسلمانانو عالمانو په کانفرانس کې وویل: باید فلسطین د یو مستقل حکومت په توګه رسمیت سره وپېژندلې شي او فلسطینو ته دې اجازت ورکړي شي چې ځان لپاره پخپله فیصله وکړي.
د مالیزیا د لومړي وزیر مرستیال په ادامه کې اسلامی ولس د اسرائیل اشغالګر حکومت مرکز له قدس شریف نه لري کولو لپاره د مقابلې غوښتنه وکړه.
هغه په قدس کې د اسرائیل جنایات محکوم کولو سره وویل: په اسلام کې د مذهبونو اختلاف سره سره بیا هم باید ټول له اسلام نه دفاع وکړي.
د مسلمانانو عالمانو نړیواله کانفرانس د ۳۸ هیوادونو ګډون سره په مالیزیا کې دینی افراط ګرۍ او سیکولر تفکر سره مقابلې په هدف په مالیزیا کې پيل شو.
http://iqna.ir/fa/news/3624056