قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قدس الاخباریه خبری سائیټ په نقل د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې عادل الجبیر د فرانسې له یو ټی وی چېنل سره په مرکه کښې وویل: عربی هېوادونو د فلسطین د مسئلې له هواری وروسته د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو فېصله په بحرین کښې یو کانفرنس کښې کړې ده.
هغه د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د ګډ اقدام په باره کښې په اعتراف سره وویل: د سعودی او اسرائیلو ترمېنځ ګډې ګټې دی.
هغه د اسرائیلو د پائېتخت په توګه د قدس په اعلانولو کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اقدام په اړه ادعا وکړه: دغه اقدام د اسرائیلو او فسلطین دوو حکومتونو د تشکیلېدو په باره کښې د دائمی موافقې له ترلاسه کېدو مخکې د دغه ښار د مقام د نه ټاکل کېدو له اصل سره مغایرت لری.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i62835