IQNA

ایران د مینځنی ختیځ سیمې د امنیت خرابونکی دی

6:51 - January 30, 2018
د خبر لمبر: 3481008
نړیواله ډله: دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دملګروملتود امنیت شورا دغړو هیوادونو له سفیرانو دغرمې په ډوډۍ کې یوځای شو او ادعا ئې وکړه ، په منیځنی ختیځ کې د ایران دبې ثباته کونکو فعالیتونو پشمول له ډیرو امنیتی مشکلاتو سره مخامخ دی .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دملګروملتود امنیت شورا دغړو هیوادونو له سفیرانو دغرمې په ډوډۍ کې یوځای شو او ادعا ئې وکړه ، په منیځنی ختیځ کې د ایران دبې ثباته کونکو فعالیتونو پشمول له ډیرو امنیتی مشکلاتو سره مخامخ دی .
ډونالډ ترمپ له دې مخکې هم په کرتو ایران ، چې په سیمې کې د واشنګټن له خوا ملاتړ کیدونکو تکفیری ترهه ګرو سره په مبارزې کې اساسی رول لوبوی ، په بې ثباته کونکو فعالیتونو تورنوی .
دغه غرمنۍ په ملګروملتو کې د امریکا دسفیرې نیکی هیلې له خوا تربیب شوې وه .
نیکلی هیلې له دغې غوړې بلنې مخکې دملګروملتو د امنیت شورا دغړو هیوادونو دسفیرانو په شتون کې هغو وسپنیزو ټوټو په ښودلو سره چې ادعا ئې کوله ، دایرانیو توغندیو ټوټې دی ، دایران په ضدنوی پروپیګنډې نندارې ته وړاندې کړې . هیلې له دې مخکې هم په کرتو دیمن دمظلوم ولس دبمبارولو لپاره له عربستانه د واشنګټڼ ډیرو زیاتو وسلوالو ملاتړونو ته له اشارې پرته ایران، په عربستان د توغندوی حملې لپاره د یمن دانصار ا..... ولسی غورځنګ په وسلو سنبالولو تورن کړی ؤ .
داپه داسې حال کې دی چې دملګروملتو د ویندوی مرستیال فرحان حق ددسمبر په څوارلسمه نیټه او دسرمنشی مرستیال جفری فلټمن هم ددسمبر په نولسمه نیټه د نیکلی هیلې دغه ادعا رد کړې ده .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i64475

captcha