IQNA

په ایران کې داسلامی انقلاب دتل پاتیکیداعامل درهبرۍتدبیرونه او د ولس اتحاد دی

22:41 - February 10, 2018
د خبر لمبر: 3481035
نړیواله ډله: دایران له اسلامی جمهوریته په بیلګه اخستنې سره د افغانستان ولس او دسیمې نور پراختیائی هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلی دی ، چې نظام په سر کې باید یو زړه سوانده ،مدیر ،مدبّر، پوه او کارنده شخصیّت وی او ټول د هیواد وضعیّټ د ښه کونې اوآبادونې لپاره هلې ځلې وکړی .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دافغانستان د ولسی جرګې یوه غړی نعمت ا... غفاری نن زمونږخبریال سره په خبرو کې دایران اسلامی انقلاب د معظم لارښود تدبیرونه اولارښونې او د دغه هیواد د ولس هوښیاری اواتحاد د ایران داسلامی انقلاب دپرمختګ او تل پاتیکیدا یو دلیل وبالۀ او زیاته ئې کړه ، څلویښت کاله مخکې په ایران کې د اسلامی انقلاب سره په یووخت د افغانستان ولس هم له خپل هیواده لاسپوڅی کمیونیسی رژیم او د شوروی تیریګر پوځ وشاړۀ، خو د زړه سوانده ،مدبرې رهبرۍ او د اتحاد دنشتوالی په دلیل ونه توانیدل ، خپل انقلاب بری ته ورسوی .
غفاری ټینګار کړی ، نن سبا دایران له اسلامی جمهوریته په بیلګه اخستنې سره د افغانستان ولس او دسیمې نور پراختیائی هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلی دی ، چې نظام په سر کې باید یو زړه سوانده ،مدیر ،مدبّر، پوه او کارنده شخصیّت وی او ټول د هیواد وضعیّټ د ښه کونې اوآبادونې لپاره هلې ځلې وکړی
http://parstoday.com/ps/news/iran-i65331

captcha