IQNA

جومات دعشق او ایمان زیږنځاي

12:22 - May 27, 2018
د خبر لمبر: 3481227
نړیواله ډله: دتهران د پښتوخپرونې اوانټرنیټي سایټ خوږومینه والو،دخپرونې په دې شیبو کې ښه ژوند درته غواړو،دوستانو جومات د عشق او ایمان زیږنځاي نومې دلړۍ له ننني درې څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې د دجوماتونو د رول د کمزوری کیدا د څرنګوالی او بیا هم د ترکیې د آیاصوفیه جومات په باب درسره غږیږو،نو هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ

دوستانو  په تیرو پروګرامونو کې مو وئيلي دي ، د جومات یو کار   هغه سیاسی روڼتیاوې دي،چې د سلطه غواړو  هیوادونو په مقابل  کې  د استکبار په ضد د هلوځلو   د اورګان   په توګه پيژندل شوی دی ، او همدا موضوع  لامل شوي چې اسلامی نړۍتل د جوماتونو دبدلیدو اویا کمزوري کولو او  ورانولو  په نامې سره له  مشکل سره مخامخ  ده .البته  په اسلامی ټولنې کې د جوماتونو   د مقام او رول کمزورتیا،یوه اوږده تاریخي  جرړه لري .دحضرت امام علی علیه السلام له شهادته وروسته او دخلفای راشدینو دحکومت په ختمیدا پسې، د بنی امیه ؤ  واکوالانو  له جوماتونو، له خلکو سره  د حاکم د مستقیم  ارتباط اودمومنانو د غونډیدو د مرکز په توګه  ډيره ناسمه استفاده وکړه . د ابوسفیان زوي معاویه  د بني امیه ؤ لومړني حاکم  په توګه  ځان د درسول ا....خلیفه وبالۀ،  چې  په دغې منصوبیداپسې،ئې  ځان،د جَمې او جُمعې  د اقامت لپاره تر ټولو غوره کس بالۀ. هغه د  رسول ا....پر منبر  ویناوې کولې  او په چلول او دوکو  سره ئې  دیني معارف د خپل حکومت  د ظلم او ستم لپاره یو لاسوندګرځاوۀ.  د اسلامی  هیوادونو پاچایانو هم ، غالبا   په همدې اساس  دجومات له کړنو  د خپل مقام دساتنې لپاره  همدغه شان  ناسمه استفاده کوله .

=   نن سبا هم  داسلامی هیوادونو ځيني واکوالان،له جوماته ،د خپل موقعیّت   د ساتلو اوپیاوړی کولو لپاره  استفاده کوي .خو دځینو اسلامی  هیوادونو سیکولر  واکوالان  چې  له ټولنې  د  دین  څنګةکولو  لپاره هڅه کوي،دخپل ولس د دیني فطرت په دلیل،څه خاص بریالي نه دي .نو ځکه جوماتونه ، چې  د اسلام دتبلیغ مرکزونه دي،په سخته کنټرولوي .په دغو جوماتونو کې یوازې  د هغو عبادي اړخ ته توجه کیږي او بل له هیڅ شي سره کار نه لري .نو څکه  یوازې د جمې لمانځه په اداکولو بسنه کوي،او حکومت د جومات د نورو سیاسی،ټولنیزو اوکلتوري فعالیتونوخنډکیږي.دمثال په توګه،د تاجیکستان  حکومت ،  سره له دې چې     اته نوی فی صدي  خلک ئې مسلمانان دي ،سیکولر  دی ا و  له سیاسته  د دین  په جلاکیدا ټينګار کوي . نوځکه  ئې ډير زیات جوماتونه  په  رسمي توګه د نه ثبتیدا په پلمه  چټي کړي دي او  له هغو  ئې ډير  د لاسي شیانو په کارخانو ، وړکتونونو، او درملتونونو  بدل کړي دی .  په دغه هیواد کې  له اتلس کلونو کمو عمره ځلمیانولپاره  په جوماتونو کې لمونځ  اداکول منع  دي . 

 یو بل مثال ئې ترکیه هیواد دی . اوس  دترکیې د استانبول په څير  په ستر ښار کې  چې   کابو د یوې پيړۍ  سیکولر حاکمان ئې  داسلام  په نابودۍ پسې   وو،  په  پنځو وختونو کې د آذان  په زړه پورې غږ،د دغه ټوریسټي  ښار فضا  معطره کوي  او ډير زیات لمونځ  ګوزار  دجوماتونو په لور ځي .جالبه ده چې  حتی  د ایتوپیا په څير  یوه وروسته پاتې  هیواد کې،د آذان په وخت،جوماتونه په تیره بیا  په روژې مبارکې میاشتې کې  له خلکو ډکیږي ، چې  خلک صفونه جوړوي  او انتظار کوي،څو  لومړۍ ډله لمونځ ختم کړي  ا و دوهمه ډله جومات ته داخله شي ،څو   په جمې لمونځ ادا کړي ، چې دغه صحنه  په ځينو وختونو کې  تر څلور ځله هم تکراریږي .دا ټول  د جوماتونو دکمزوری کولو لپاره د واکوالانو او  پاچایانو د تبلیغاتو اوفرهنګ جوړونې  خلاف دي .

=      ا لتبه  دجوماتونو دکمزوری کولو او  ورانولو لپاره  له ټولو هلو ځلو سره سره ، جومات  هماغه شان  د مسلمانانو د یووالي ،یو موټي کیدا ،اتحاد او  انسجام  مرکز دی .  دجماعت لمونځ  او   دلمونځ ګوزارو  سره  د کوټلوصفونو جوړیدا،په ښّه ډول  د  غږملتیا اوانسجام ښودنه کوي،چې  په جومات کې شتون   برابروي .  همدلته ده چې   لمونځ ګوزار کسان  د  اوبو د قطرو په شان له یوه بل سره یو ځای کیږي  څو د  اتحاد یو ستر سمندر  نندارې ته وړاندې کړي.  ټول د  یوه بل تر څنګ د  واحد خداي  په وړاندې  دقبلې په لور  دریږي، او دهغه واحد خداي  حمد ا و ثنا ئې په  شنډو خوریږي  او له یوه بل سره  غږمله  دتوحید سرود زمزمه کوي .

***********************

=    دوستانو اوس هم  په دوهمه برخه کې  د نړۍ دمهمو جوماتونو  په  معرفۍ  کې  دترکیې  د آیا صوفیه  ، جومات  په باب درسره غږیږو .

        د ایاصوفیه  ودانۍ  په پیل کې  د  څلورمې میلادی پیړۍ دوهم کنسټنټاین ، دخپل پلار اول کنسټنټاین     په ویاړ،  جوړه کړه .  دغه ودانۍ  په پيل کې  په :سترې کلیسا: مشهوره شوه ، خو وروسته  :ثنا سوفیا:  یعني  دمقدس حکمت په نامې  بدله  شوه  او تر پنځمې میلادي پیړۍ پورې  خلکو   دا: سوفیا :  بلله .  په ۴۰۴میلادي کال کې  د سنتاسوفیا  یوه برخه ،  د هغه ستر بغاوت له امله  چې په قسطنطنیه کې  رامینځة شو،په اوور کې وسوزیدله .تر دې چې  په شپږمې میلادي پیړۍ کې  بیا ورغاول او افتتاح شوه . په پنځلسمې میلادي پیړۍکې د بیزانس امپراتورۍاومسلمانانو ترمینځ له څوکلن جنګه  وروسته، مسلمانان د  عثماني پاچا سلطان محمد فاتح  په قوماندانۍ  سره بریالي شول او  وتوانیدل  قسطنطنیه  فتح کړی .پر دې اساس قسطنطنیه  دعثمانیانو د خلافت مرکزشو،اسلامبول ونومول شو،او د:هاجیاسوفیاکلیسا:په : ایاصوفیه : جومات  بدله شوه .

=       ایاصوفیه جومات په  پیل کې  ډير بد شرائط د رلودل .  ځينی دروازې ئې لویدلي وې ،د پروتفور  پشمول  چې د خپل وخت  یو ستر لرغون پيژاند  شخصیّت ؤ ،لویدیځي مسافرانو،په اروپا کې  د کلیسا دشرائطو په باب  یو لړمقالې چاپ کړې،نو  ځکه  د وخت  سلطان،دوهم محمد د هغې د تعمیر او پاکولو حکم صادر کړ، او هغه ته ئې  څلور مینارې هم ورزیاتې کړې.

 د دوهم سلیم په  پاچائۍ کې (شپاړسمه پیړۍ کې ) دجومات د پیاوړتیا لپاره ، د معمار سنان په نامې سره  د عثمانيانو د یوه ستر معمار په  لاس  دجومات  له ودانۍ په بهر کې برنډه  او ځایونه جوړ  شول . هغه  له تاریخي پلوه ، لومړنی  معمار ؤ چې  پلانونې ئې زلزلو ته په پام سره ترسره کیدلې .  د ودانۍ د زلزله ضد کیدا جوړونې ترڅنګ . سنان همداراز  په ۱۵۷۷ کال کې   د  ودانۍ  په لویدیځي  پلوۀ  کې دوې مینارې او  د جومات  په جنوب ختیځي  برخې کې  د دوهم سلیم  مقبره  جوړه کړه .

 په هغه وخت کې په  ورزیات شوو نورو آثارو کې  د سلطان ځاي ، دپاچائۍ مخصوص تخت ،  په سنګ مرمر سره جوړ منبر ، او د آذان  ویونکي (موذن) لپاره  یوه سرپټي برنډه  شامله  شوه .  په ۱۷۳۹کال کې  یو ځل بیا د لومړي محمود(د وخت دپاچا)له خوا دجومات د بیا رغاونې دستور  ورکړل شو.او  یوه مدرسه هم  چې همدااوس  دیوه کتابتون  په بڼه  موجوده ده ،  او درې   لکه کتابونه پکې ځاي شوي دي  او همداراز  د بې څوکه   خلکو لپاره د خواړو د پخولو او ویشلو لپاره  یوه اشپزخانه  او ورسره یو کتابتون  ورزیات  کړئ شول.   

د ایاصوفیه جومات  خورامشوره بیا رغاونه  له  ۱۸۴۷کاله رانیولې تر ۱۸۴۹ پورې په کلونو کې  د اته سوه کارګرانو په مرستې سره  شوي  ده .  په دغه وخت کې ،  پر ستنو  لیکل شوي تختې ځوړندې شوې .  په دغو تختو د الله ، محمد ، ابوبکر ، عمر ، عثمان ، علی ، حسن  او حسین نومونه لیکل شوي وو .

 د ایاصوفیه  مساحت  کابو  شپږ زره مربع  میټر دی .  د دغې ودانۍ په جوړیدا کې   چوکټې ، ستنې  او محرابونه  په ډير دقت اوظرافت  او غږمله انداز سره  جوړ  شوي دي .  د څلور سترو ستنو   په وسیله  څلور سرتاخونه  لګول شوي  دي ، چې  دهغوي د پاسه  اصلي ګنبسۍ جوړه شوې ده .  دغه ودانۍ  په ټول کې  یو سل اوه ستنې  او نهه دروازې لري ، چې  په هغو کې تر ټولو ستره دروازه په مینځ کې ده .   دغه دروازه     په مرمري  اوفلزي  چوکاټ   کې پلان اوجوړه شوې  ده .

 دګنبسۍ   لاندې ګیرچاپيره  څلویښت واړۀ واړۀ کړکي دي  چې   دلمر رڼا  د ودانۍ داخل ته  لیږدوي . د ایا صوفیه   په داخل کې په طلائي  ټایلونو باندې د لمر د رڼا وړانګی  یوه ښکلي   ملکوتي او آسماني  صحنه رامینځة کوي ، چې  د لیدونکو دحیرانتیا لامل کیږي . تاریخ لیکونکي وائي ،  کله چې د  ایاصوفیه  ودانۍ جوړیدا پاي ته ورسده ، نو  د هغه وخت  امپراتور  ژوستي نین  ووئيل ،  ائ سلیمانه ! زه له تا مخکې یم . ::::: 

 دایا صوفیه  داخلی ښکلاوې او ټایلونه  هم له ډير اهمیّته برخمن دي،   په مخکینیو  سرچینو کې  د دغې  ودانۍ بې مخینې ښکلاوې په ډيرې ستاینې سره  یاد شوي دي . د  ایاصوفیه تر ټولو ښکلي برخه  دهغې دبیزانسی ټایلونه دي ، چې   دهغو په مینځ کې ،  له سرو زرو،سپينو اوزیّړو  او سفاله  جوړ شوي  رنګ په رنګ تابلوګانې اوقطعې لیدل کیږي .د ایاصوفیه  له موزایئک یا ټایلونو څخه جوړې شوي تابلوګانې    د ګنبسیو په مینځ کې ، په دیوالونو، طاقونو او  برنډو کې  لیدل کیدلی شي . ا لبته   د   بیا بیا ورانونې او  تعمیر  له امله ،  د ایاصوفیه  د ټایلونو ځیني برخې  له مینځه تللي دي ؛  په موزایکي  ټایلونو کې  دحضرت عیسی مسیح علیه السلام  تصویر ، چې  په څوارلسمې میلادي پیړۍکې دګبنسۍ په داخلي  سطحې جوړ شوی ،اشاره کولی شو.دغه  ګویا اثر،په اولسمې میلادي پیړۍ کې هم پخپل ځاي کې موجود ؤ،تر دې چې د سلطان عبدالمجید په وخت کې دا د نورو سورې  په یولړ آیتونولیکلوسره وپوښل شو .دغه ستر جومات په دغه شان مخینې سره په  ۱۹۳۵کال کې  د ترکیې د وخت  ولسمشر مصطفی آتاترک  په  وسیله په میوزیم بدل شو .  دوی  د ا لله ، محمد  او خلفای راشیدینو او د امام حسن او امام حسین علیهم السلام  د نامو  لوحې  راکوزې کړې ،څو  د دغې سپيڅلي  ودانۍ روحاني حالت  د یوه میوزیم  په فضا بدل شي . خو کله  ئې   چې غوښتل،دغه لوحې  داستانبول  په نورو جوماتونو کې  د استفادې لپاره  له هغه ځایه بهر  کړي ،نو د هغوي د لوي والي په  علت د ایاصوفیه   له یوې دروازې  هم  هغه  ونه باسل شوې . نو  مجبورا هغه ټوله  دیوې  بل دپاسه په یوې ګوشې کې   کیښودل او انبار شوې . یوې مودې وروسته   په ۱۹۴۹کال کې  یو ځل بیا  دغه لوحې  د ایاصوفیه په دیوالونو ولګول شوې .

 البته  له دغه سپيڅلي ځایه  استفاده  تر مودو مودو پورې دعبادت لپاره  ممنوع  شوې وه،تر دې چې  په ۲۰۰۶کال کې  دترکیې حکومت اجازت ورکړ، د مسیحي او مسلمانو لمونځ اوعبادت کونکو  لپاره  یوه واړه کوټه  بیله شي.  له ۲۰۱۳ کال څخه  په ورځ کې دوه ځله  د جومات له مینارو   مؤذن  لمونځ ګوزار  دلمانځه لپاره بولي .

http://parstoday.com/ps/news/world-i72044

captcha