IQNA

حضرت امام حسن(ع)دسخاوت او بخشش بیلګه

15:29 - June 01, 2018
د خبر لمبر: 3481235
نړیواله ډله: دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو د روژې دمبارکې میاشتې په نیمکرغه شپو ورځو کې درته ښه اوغوره ژوند غواړو ،د روژې دمبارکې میاشتې پنځلسمه ورځ ، یعنی د پاک پروردګار د میلمه پالنې او دلوړتیا دلارې دکچ کولو لپاره دهغه دبلنې پنځلمسه ورځ، دحضرت امام حسن مجبتی علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره برابره ده . دغه ورځ پّه ایران کې د هغه بزرګوار د بخشش، او کرامت په احترام ، د اکرام ورځ نومول شوې ده ، دغه ورځ دې پر ټولو مبارک وی .

دوستانو له کریم اهل بیت  حضرت امام حسن علیه السلام څخه  پوښتنه وشوه، کرم څه شی دی ؟، وې فرمائیل له غوښتنې مخکې  دبخښلو او  د ضرورت او قخطۍ په وخت  د خواړو ورکول .:::  بیا ترې پوښتنه وشوه ،پستی  او بخیلتوب څه شه دی ؟ نو وې فرمائیل ،له لږ څه ورکولو ډډه کول او لنډفکری :::::

دحضرت امام حسن علیه السلام نیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وی .

    حضرت امام حسن مجبتی علیه السلام  داسلام د  ګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی(ص) له ګرانې لور حضرت فاطمة الزهرا سلام ا.... علیها  سره دحضرت امام علی علیه السلام  د وادۀ  لومړی میوه  ده چې په مدینې ښار کې  د هجرت  د دریم کال د روژې دمبارکې میاشتې   د نیمائۍ په شپه  ئې نړۍ ته سترګې رڼې  کړی او  دهغه په زیږیدا سره  د ترټولو د ښوانسانانو په کور کې ښادی ولیدل شوه . حضرت امام حسن مجتبی د خپل د   خپل نیکۀبزرګوار د ژ،ند اوه کلونه  درک کړ ل او  دهغه بزرګوار  مینه ناکې اومهربانې غیږې  کې ئې کرار او آرامښت وموند .حضرت محمد مصطفی(ص) په مسلمانانو کې دخپل  بچی   امام حسن  دفضایلو او امتیازونو  تبلیغ کاوۀ او  د نبوت له مقام  سره دهغه د ارتباط او هغې مینې  چې  له هغه بزرګوار سره ئې د رلوده ،  هرچرته  ئې خبرې کیدلې . پیغمبر اکرم به فرمائیل ؛  حسن د  هغې خوشبوئۍ  ګل دی ، چې  له دنیا  ئې خوښ کړی دی ::::

 یوه ورځ  له حضرت ا مام حسن علیه السلام څخه وغوښتل شول ،  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نیک اخلاقو په باب  څه ووائی ، هغه بزرګوار وفرمائیل ؛   هرچا   چې   پیغمبر  اکرم حضور ته خپل ضرورت ښود، نو  حاجت ئې هیڅکله هم نه   ردید او  هرڅه ئې چې په  وس کې درلودل ، د خلکو داړیتاؤ دختمولو لپاره ئې کارول :::: 

 د اسلام دګران پیغمبر له رحلت وروسته ، حضرت امام حسن علیه السلام ، دخپل پلار بزرګوار  یعنی ،  د زهد ، تقوا، کمال ،شجاعت ،  اثار ،قربانۍ  او ادب  د بیلګې ،یعنی دحضرت امام علی علیه السلام په  لاس تربیّت شو .  دمومنانو دامیر  دامامت په پړاؤ کې ، تل دخپل پلار بزرګوار ملګری اومرسته کونکی ؤ  او  هغه بزرګوار سره ئې  د عدالت  دټینګولو په لاره کې ملګرتیا کوله . هغه  دیوه زوی په توګه نه ،بلکې  د  یوه میړنی  سرباز  په څیر  هر وخت تیار او  د خپل پلار بزرګوار  په  رکاب کې په  سختو او خطرناکو   پیښو کې نه ستړیکیدونکی  ؤ .  په جمل ، صفین او نهروان  جنګونو کې  په شتون سره ئې ،  نړیوالو ته د   شجاعت ، میړنتوب او سرښیندنې درس  ورزده کړ او وې ښودله چې  له دینه  ددفاع په لاره کې  به  هیڅ هڅه ونه سپموی . 

 حضرت امام حسن مجتبی  په علم او پوهې کې دخپل وخت سرخیل ؤ .    جامع الهی  معارف  او سوچه قرآنی  تعلیمات   هغه ته منتقل شوی وو  او  ټولو   دهغه بزرګوار  له ژور تفکر او پراخې پوهې څه نا څه  برخه   ترلاسه  کوله .

امام بزرګوار ډیر زیات متواضع ؤ،دخدای بندګانوسره دامام بزرګوار مهربانی  اونرمښت  د هغه  حضرت   د  چلند جاذبه او  غوره اخلاق وو ، چې  ټول ئې  د دغه  معصوم   پیشوا سره  خبرو اوتعامل ته  لیواله کول .   دحضرت اما م حسن مجتبی علیه السلام  هوښیار  اوځیر  فعالیتونه او چلند  له صبر او مقاومت سره  یوځای وو  او  د امام بزرګوار ملکوتی او ښکلی خصلت  او  د څرګندو ځانګړنو ښکلا شمیرل کیدله . هغه بزرګوار  په دې وسیله  د  هغو ډیرو سختیاتو او ترینګلتیاؤ په وړاندې چې  له هر پلوه  ئې اسلامی ټولنه راګیره کړې وه،دچارو تدبیرونو ته مخه کوله،څو  اسلام اواسلامی  امت  د هغه وخت  د  آفتونو  له ضرره خوندی  شی ا و  پر  دین د  دښمنانو دغلبې او د مسلمانانو د اسلامی هویّت  دنابودۍ خنډ شی .

                   ویل کیدلی شی،دحضرت  امام حسن مجتبی  علیه السلام خوره  څرګنده ځانګړنه، چې  د هغه دمینه والو لپاره  ترټولو  ښه سرمشق دی ،  دنورو مرسته کول او ډیر بخښل  دی .هغه بزرګوار  په بیلابیلو پلمو سره ،  درست  له خپل کرم   او مهربانۍ برخمن کول  او  دومره  بخښونکی ؤ چې  اړمند کس به ئې بې نیازه کولو ، ځکه  د اسلام په فرهنګ اوکلتور کې ،  بخښل ، باید  داسې  وی ، چې  د سوال کونې  کلتور  له ریښو  له مینځه لاړ شی  او تر ممکن  حده ،اړمن کس د  ضرورتمندو له ټوله  وباسی .په دې مینځو میان کې دهغه بزرګوار  سخاوت او انفاق کونه تاریخی شهرت لری .

                    نقل شوی دی،چې حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام   هیڅکله هم  کوم سوال کونکی یا سائل،تش لاس ستون کړی نه دی ، او  دهغه په وړاندې ئې نه   ،  نه دی وئیلی .  کله له هغه بزرګواره پوښتنه کیدله ، څرنګه  ده چې  هیڅکله  هم کوم سائل   نه ردوې ؟، نو  امام بزرګوار  په ځواب کې وئیل ؛   زه د خدای د درګاه سائل یم  او  دهغه  په دربار کې  سوالی یم ،  نو  زه شرمیږم چې  کله پخپله سوال کونکی  یم  ، او   سائل   رد کړم او غوښتنه ئې پوره نه کړم. خدا وندمتعال زه عادت کړی یم   چې  ماته ډیر زیات نعمتونه راډالۍ کوی ، او زه هم  دهغه  په وړاندې عادت شوی یم  چې  خلکو ته توجه وکړم  او  دخدای پاک نعمتونه  هغوی ته وبخښم ::::: 

 هغه بزګوار  همداراز فرمائی؛کله چې  یو سائل زما وخوا ته  رانزدې  کیږی،  نو هغه ته وایم  ؛ هرکله راشه، ستړی مه شې ،پخیر راغلی  ، ته  د  ما لپاره یو عاجل فرصت  ئې ، او  ته هغه څوک ئې  چې  ستا فضیلت برلاسه دی ،پر هر یوه فاضل ، او ترټولو غوره ورځ  هغه ورځ ده چې له  چا څوک څه وغواړی  او  دهغه  ضرورت پوره کړی :::: 

 حضرت اما م حسن مجتبی  علیه السلام  د بخښنې د روزنیزو  اړخونو د څرګندولو لپاره   هغه کس ته چې غوښتنه ئې  درلوده ،  وفرمائیل  ؛ له نورو مرسته غوښتل ،  یوازې په  درو  موردونو کې روا دی،هغه خون بها چې  د انسان په ګردن وی  او دهغه  د ورکولو توان نه لری ، دروند اوډیر پور لری ، او  ورکول ئې   دهغه په وس کې نه وی  او همداراز  دومره بې وسه وی ، چې   چرته ئې هم لاس  نه رسیږی ،نو  ته  په دغو درو موردونو کې  په کوم مورد کې ئې ؟

=      په حقیقت کې  امام  حسن مجتبی علیه  السلام  دې ټکی ته توجه  کوی ، چې  انسان ډیر کرامت او عزت لری او  باید  دهغه انسانی عظمت اوشان وساتل شی . په دې زمینې کې  ددې په ترڅ کې چې  اسلامی ټولنه  د اقتصادی درزونو او د محرومیّت   ختمولو  ته پابنده ده ، نور هم   په تیره بیا  د یتیمانو او بې سرپرسته کسانو لپاره  انفاق او یوزړتوب ته پابند دی . خداوندمتعال   په قرآن کریم کې دبقرې سورئې په دوه سوه شلم آیت کې  پیغمبر اکرم (ص) ته په خطاب کې فرمائی ؛له تاسو دیتیمانو په باب پوښتنه کوی ،نو  ورته ووایه! دهغه د کار اصلاح لا ښه ده  او که   خپل ژوند  دهغو له ژوند سره   شریک کړئ ، نو   هغوی د تاسو دینی وروڼه دی :::: 

 حضرت امام حسن علیه السلام  بخښل  تر ټولو غوره نیکی  ګڼی ،  هماغه شان چې  قرآن کریم   د بقرې سورې  په ۲۱۵آیت کې  فرمائی ؛  له تا پوښتنه کوی  ،څه شی انفاق  کړی؟،نو ورته ووایه،هر خیر اونیکی ( او   مادی اومعنوی  ګټه وره  پانګه ) چې  انفاق  کوئ ،نو د مور پلار،خپلو خپلوانو  او یتیمانو او اړمنو  او غریبانانو لپاره وی .او هر نیک کار چې ترسره ئې کړئ ،نو  خداوند  ورځینی خبر دی ::::: 

 انس وائی ، یوه ورځ  یوې وینځې   د امام حسن مجتبی  لپاره د ګلانو ګیډۍ  ډالۍ کړه ،نو امام بزرګوار ورته وفرمائیل ؛ ته د  خدای پّه لاره کې آ زاده ئې ،  نو  هغه بزرګوار ته  عرض وکړ،د ګلانو دیوې ګیډۍ   په بدل کې دې  آزاده کړه ؟ نو امام حسن مجتبی وفرمائیل؛خداوندمتعال  مونږ همداسې تربیّت کړی  یوو::: لکه څنګه چې  د  نساء سورې  په ۸۶  آیت کې فرمائی::::::

وَإِذَا حُیِّیتُمْ بِتَحِیَّةٍ فَحَیُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ کَانَ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ حَسِیبًا   ﴿۸۶﴾

هرکله پر تاسو درود ولوستل شی ، نو ته  له هغو لاښه درود پرې واستوه .

د هغې له ډالۍ  لا نیک  کار  ، د خدای په لاره کې دهغې آزادول وو . :::: 

            دوستانو  له فقیرانو اوبې وزلو سره دحضرت امام حسن مجتبی  علیه السلام  په یوه دسترخوان دکیښناستو او دهغو  د احترام کولو   ډیرې کیسې نقل شوی دی . د  امام بزرګوار له نظره ، کله  خلک  له اقتصادی پلوه  په تنګڅې کې  دی ، نو اسلام اجازت نه ورکوی ،  چې  شتمنۍ د یوې ډلې په لاسونو کې وڅرخی ، هغه بزرګوار دا موضوع،  د خپلې شتمنۍ  او مال  په بخښلو او یوزړتوب سره  په عینی ډول  ټولو ته وروښودله .

 په عین حال کې د یتیمانو د نفس دعزت  دساتلو، په ټولنې کې د بې وزلۍد جرړه ایستلو،   د الهی رضایت  او د فرهنګ د یوکیدا  په موخې سره   دحضرت امام حسن مجتبی  د نیکمرغه  زوکړې دکلیزې  په ورځ  دیتیمانو خدمت کول او د خواړو د ورکولو پلان،  له نورو ا نسانانو سره د زړه له کومې د مرستې اوملګرتیا  لپاره  یوه ارزښتمنه پلمه   ده .

 دغه پلان   د  اړمنو کورنیو  له یتیمانو څخه  د ملاتړ او  له بې څوکه او بې وسه په تیره بیا د هغو ماشومانوڅخه دملاتړپه موخې سره چې د زندانی کیدا،بوډاتوب،سختواوپیچلو ناروغیو او بې کاره کیداپه څیر په مهمو دلیلونو سره  د مور او پلار  له شتونه  محرومه دی  دخیر ښیګڼې کونکو د ملاتړو په  ګډون  سره  رامینځةشوی  او توانیدلی دی،پخپلې لارې کې  د پام وړ ګټې ترلاسه کړی .

په دغو پلانونو کې د یتیمانو او نیکو بچیانو ملاتړخیر ښیګڼې کونکو (خیرّین)  او ګروهمنو ته سپارل کیږی او هر ملاتړی  د یوه یا څو یتیمانو  په منلو سره،هره میاشت د  هغو لپاره یو شمیر پیسې  په حسابونو کې  اچوی .

دوستانو په  پای کې  د حضرت امام حسن مجتبی  علیه السلام دپیژندګلوۍ  تر ټولو ښه لاره   د هغه بزرګوار  له خپلې خولې د  هغه  معرفی  کول دی .  امام بزرګوار فرمائی ؛ زه د بشیر زوی یم ، زه د نذیر زوی یم ، زه له هغې کورنۍ یم چې  خداوندمتعال  دهغوی دوستی  پخپل  کتاب قرآن کریم کې واجب  او فرض کړې ده ،  لکه څنګه چې  فرمائی ؛ قُلْ لَا أَسْأَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبَى وَمَنْ یَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَزِدْ لَهُ فِیهَا حُسْنًا إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ شَکُورٌ ﴿۲۳﴾   

ووایه ، زه پر خپل رسالت  له تاسو  د هیڅ ډول انعام  غوښتنه نه کوم ، له دې پرته  چې  د ما له  کورنۍ (اهل بیت )سره  مینه  ولرئ  او  هر څوک چې نیک کار وکړی ،  نو د هغه نیکی او ښه کار نور هم زیاتوم .

 دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والویو ځل بیا دحضرت امام حسن مجتبی علیه السلام  دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت  درته مبارکی وړاندې کوو  او هیله مند یوو چې  د روژې په مبارکې  میاشتې کې  مونږ ټول د ائمه اطهار علیهم السلام دسیرت اولارې د لاښه درک اوپیژندګلوۍامکان او فرصت  ولروو  او خپله تنده پرې ماته کړو .

نوتر بل پروګرام پورې موپه نیاؤمن خدای سپارو ا...مومل اوملګری .

http://parstoday.com/ps/news/world-i72404

 

captcha