د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، نن د هرات ، بلخ ، دایکندی ،وردک ، پکتیکا ،پنجشیر ، پروان ، لغمان ، سرپل و کاپیسا ولایتونو د هغو نوماندانو د لومړنی لېست چې په شرایطو نه وو برابر هم اعلان شو.
د یاد نوملړ له مخې، شپږ تنه له کاپیسا، د دوه مېرمنو په ګډون درې تنه له پروان، درې کسان له پکتیکا، درې کسان له میدان وردګو، دوه کسان له بلخ، دوه کسان له دایکنډي، یو تن له هرات او یو تن له سرپل ولایت څخه د اسنادو د کمښت له امله د ولسي جرګې د نوماندانو له لومړني لېست څخه لرې شوي دي.
د ولسي جرګې یاد احتمالي نوماندان د دوی د اسنادو د ارزونې پر مهال د ملاتړ د تکراري کارتونو، له نورو نوماندانو سره شریک ملاتړ کوونکي کارت، له حوزې څخه بېرون د ملاتړ کارت او په فزیکي اسنادو کې د ستونزې د شتون له امله له لومړني لېست څخه لرې شوي دي.
تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمیشن له کابل، بامیانو، اروزګان، نورستان، خوست او کونړ ولایتونو څخه ولسي جرګې ته د نوماندانو لومړنی لېست اعلان کړی و چې د ۱۶ مېرمنو په ګډون د ۷۳ کسانو نومونه د دوی د اسنادو دکمښت له امله له کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته د نوماندانو له لومړني لېست څخه لرې شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74253