IQNA

پاکستان دافغان کډوالو لپاره جامعه سټراټژی جوړوی

19:41 - September 29, 2018
د خبر لمبر: 3481560
نړیواله ډله: باید دکډوالو دبیرته ستنیدو لپاره او دهغوی د کار روزګار پخپل هیواد کې دبرابرولو لپاره کار وشی څو پخپل هیواد کې دخپل کور دآبادولو لپاره زیار وباسی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دپاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد حسین چوهدری  پرون ناوخته په یولړ  څرګندونو کې وئیلی دی ، په پاکستان کې   کابو نهه لکه  افغان کډوال په قانونی توګه دیره دی او  کابو پنځه لکه نور هم په غیر قانونی ډول اوسیږی ، فیصله شوې ده چې  په پاکستان کې د افغان کډوالو  د دیره کیدا په تمدیدو سره په دې باب یوه جامعه سټراټژی برابره شی.  دپاکستان داطلاعاتو وزیر وئیلی دی ،  اسلام اباد په روان میلادی کال کې  دڅوم ځل لپاره   دافغان کډوالو  د پاتیکیدو نیټه تمدید کړې ده .
 داپه داسې حال کې دی  چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په همداوروستیو کې  کراچۍ په سفر کې  وئیلی وو ،نیّت لری ، هغو ټولو افغانانو ته  چې  په  دغه هیواد کې زیږیدلی دی ، پاکستانی تابعیّت ورکړی ، چې دغې  چارې دپاکستان د زیاتره خلکو او  سیاسی  چارواکو سخت غبرګون راپارولی او وئیلی  ئې  دی ، باید دکډوالو  دبیرته ستنیدو لپاره او دهغوی د کار روزګار  پخپل هیواد کې دبرابرولو لپاره  کار وشی څو پخپل  هیواد کې دخپل کور دآبادولو لپاره  زیار وباسی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76847
captcha