د ایکنا راپور له مخې، ایرنا خبری آژانس راپورورکړ داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن دترکیې په آنتالیا کې د ډی اته ډلې دخارجه وزیرانو په اتلسمې ناستې کې پخپلې وینا کې ووئیل ،په اوسنیو شرائطو کې له بل هروخته زیات ضرورت دی ، څو اقتصادی او تجارتی څو اړخیزوالی د ډی اته ډلې په څیر په چوکاټونو کې لالوړ شی .
جواد ظریف د آئی ایم ایف له خوا د نړیوال اقتصاد لپاره ځوړتیا او ټیټې اقتصادی ودې اټکل کیدا ته په اشارې سره زیاته کړې ، شک نشته چې زیاتیدونکی بندیزونه او تجارتی خنډونه او یو اړخیز پالنه د دغه شان منفی لرلید دانځوریدا اصلی علت دی .
د اسلامی ایران خارجه وزیرروښانه کړې،اقتصادی بندیزونه،غچ اخستونکی خوځښتونه او یواړخیزتجارتی اقدامات،نړیوال اقتصاد ګډوډولی او څو اړخیزې پراخې ملګرتیاوې په داسې حال کې چې ډیره اړتیا ورته احساسیږی ، تر اغیزو لاندې راوستلی شی . هغه ددې خبرې په کولو سره چې ډی اته ډله د ګډو آئیډیاؤ د پوره کیدا او ملګرتیا لپاره د ډیرو فرصتونو وړاندې کولو لپاره دیوې زمینې په معنا شمیرل کیږی ، د دغې موسسې د اتو غړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیا لپاره د ښو سټراټژیو پر غوره کولو ټینګار وکړ .
ډی اته ډله له اتو پراختیائی مسلمانو هیوادونو جوړه ده چې داسلامی پراختیائی هیوادونو ترمینځ د پیاوړو اقتصادی اړیکو د رامینځةکولو او په نړیوالو بازارونو کې د دغو هیوادونو دنفوذ دپیاوړی کولو لپاره جوړه شوې ده . ایران ، انډونیشیا ،بنګله دیش ، پاکستان، ترکیه ،ملائشیا ،مصر او نیجریه د ډی اته ډلې غړی هیوادونه دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i77831