د ایکنا راپور له مخې، د تلنګاناتودی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هند په حیدر آباد کښې اسحاق جومات، یو کلینیک د دغه سیمې فقیر خلکو ته د طبي خدمات وړاندې کولو لپاره جوړ کړې دي.
دا کلینیک د مرستې لاس سازمان (Helping Hand Foundation ) له اړخه د دغه سیمې خلکو ته د علاج خدمات وړاندې کولو لپاره جوړ شوې دې.
د دغه جومات امام مولانا فائق خان په دغه اړه وویل: مونږ هیله لرله چې د علاج یو مرکز په دغه جومات کښې ؤ لرو چې د دغه سیمې په سلګونو فقیر خلکو ته طبي خدمات وړاندې کړو او خوشحاله یو چې د جومات یوه برخه د خلکو خدمات لپاره و ټاکلې شوه.
د مرستې لاس سازمان مشر مجتبی حسن عسکري په دې اړه وویل: مونږ غواړو چې دارنګه کلینیک مونږ په نورو جوماتونو کښې هم پيل کړو، څو جوماتونه دې چې کافي ځای لرې او د دارنګه علاج مرکزونو پرانیستا لپاره غوښتنه کوي، همدارنګه غواړو چې روغتون ته د تګ راتګ وسایل هم مونږ د ناروغانو اختیار کې ورکړو او د هغوي ناروغي ته کتنې سره هغوي مناسب روغتون ته منتقل کړو.
http://iqna.ir/fa/news/3762792