د عراق د کورنۍ چارو سره تړلې د پولې تګ را تګ د چارو ادارې مشر عمر الوائلي خبر ورکړ چې د دې هیواد له ایران سره درې پولې به د دواړو هیوادونو ترمینځه د تجارت لپاره پرانستلې شي.
الوائلي وویل: د عراق او ایران ترمنیخه د پولو پرانیستل د عراق د شرقي ولایتونو د دې هیواد له ولسمشر څخه د مسئولانو په غوښتنه پرانستل کېږي.
هغه زیاته کړه: د عراق لومړي وزیر د البصره ولایت شلمچه پوله، د واسط ولایت زرباطیه پوله او د دیالیه ولایت مندلي پولې په اونۍ کښې یوه ورځي پرانیستلو سره موافقه کړې ده.
د عراق پولې د تګ راتګ د چارو د ادارې مشر ټینګار وکړ چې دا تصمیم تراوسه اجرا شوې نه ده او باید د کورونا ویروس له مقابلې لباره د روغتیایې لارښونې ضروري مکانیزم ترسره شي.
3894143