د سعودي عرب د لارښونې او دعوت او اسلامي چارو وزارت خبر ورکړ چې سږکال د لوې اختر لمونځ به د دې هیواد یواځې په څو جوماتونو کښې، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تدابیر لري، ترسره شي.
د سعودي عکاظ ورځپاڼې په دې اړه ولیکل: په لیک کښې چې د دې وزارت لخوا د سعودي عربستان بیلابیلو سیمو ته ارسال شوې د هیواد ټولو جامع جوماتونو ته د لوې اختر د لمونځ مراسم ترسره کولو په اړه ټینګار شوی او ورته بیان شوې چې هغه جوماتونه چې له کورونا وباء څخه د مخنیوي لپاره یي ضروري اقدامات او هڅې کړې جوماتونه د لمونځ کوونکو لپاره پرانیستل شي.
دې ورځپاڼې دې ته په اشارې سره چې د سعودي عرب د اسلامي چارو وزارت هڅه کړې ده چې د کورونا وباء د مخنیوي لپاره تبلیغاتي او روغتیایي اقداماتو بورډونه د سعودي عرب ښاریزو ته وړاندې کړي.
3910417