د سعودي عربستان جنګي الوتکې د الحدیده د اووربند په خلاف ورزۍ سربیره د یمن په نورو سیمو باندې هم بریدونه کوي .
د اسټکهلم(Stockholm, ) د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته چې د یمن په الحدیده ولایت کښې د اووربند د ټینګیدا په اړتیا ټینګار لري د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف دغه موافقې ته کوچنۍ پاې بندۍ هم نه ده ښودلي .
نړیوالې ټولنې هم تراوسه د سعودي عربستان لخوا د اسټکهلم د موافقې د بیا بیا خلاف ورزۍ په وړاندې هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی .
له یمن څخه بل خبر وايي چې د دغه هیواد پوځ او ولسي کمیټیانې د القاعده ډلې له غړیو سره نښتې وروسته بریالۍ شوې د «بیضا» ولایت د «عقبه» او «وادي عزج» سیمو کنټرول په لاس کښې واخلي .
په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګ غوښتنې تراوسه د دغه هیواد د څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) کسانو د وژل کیدا ، د لسګونو زرو نورو د ژوبلیدا او د میلیونو خلکو د کډوالیدا سبب شوي دي .