IQNA

په نيوزيلينډ کې د مسلمانانوقاتل په عمر قید محکوم شو

1:04 - August 28, 2020
د خبر لمبر: 3483555
تهران (ایکنا) - دا لومړی ځل دی، چې په یاد هېواد کې یو کس ته د داسې عمري بند سزا ورکول کېږي، چې د بخښلو امکان یې نشته.
د نيوزيلينډ یوې محکمې هغه قاتل چې مسلمانان یې وژلي وو په عمري بند محکوم کړ
برینټن ټارینټ تېر ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د د دې هېواد النورجومات پر لمونځ کوونکو برید وکړ، چې له امله یې ۴۴ تنه ووژل شول.
دا لومړی ځل دی، چې په یاد هېواد کې یو کس ته د داسې عمري بند سزا ورکول کېږي، چې د بخښلو امکان یې نشته.
برینټن ټارینټ اسټرالیايي توکمه دی او ۲۹ کاله عمرلري، چې د محاکمې څلور ورځني بهیرکې د ۵۱ کسانو د وژلو، د ۴۰ نورو کسانو د وژلو د هڅې او بل ترهګریز برید د ترسره کولو تورمنلی دی.
د معلوماتو له مخې د نوموړي محکمې څلور ورځې وخت ونیو او۶۰ بیانیې په دې لړکې واورول شوې.
3919373
captcha