ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،نيويارک ټائمز ورځپاڼې بېګا رپوټ ورکړ،د امريکاپوځ په در سال ۲۰۱۹ کښې په سورئې کښې د هغو هوائي حملو چې پکښې څلور شپېته ښځې او ماشومان قتل عام شول او د داعش په خلاف د ادعائي مبارزاتو په دوران کښې بالقوه جنګي جنايت هم ګڼل کيږي، حقائق پټ کړي دي.
د امريکا د سنټکام نومې ترهه ګر ځواک قوماندان چې په سوريې کښې يې د خپل هېواد په هوائي عملياتو باندې څارنه لرله د لومړي ځل لپاره په يوې بيانيه کښې ادعا وکړه،په دغوحملو کې د شپاړسو داعشي ترهه ګرو په شمول اتيا تنه او څلور عامه کسان ووژل شول. خو د امريکې فوځ ځینو مسئولانو وئیلي دي ، معلومه نه ده چې شپېتۀ نور کسان عامه کسان وو يا نه، ځکه چې ښځې او ماشومان هم جنګيالي کېدې شي.
د نيويارک ټائمز د ليکنې له مخې د امريکې دهوائي ځواک يو وکيل چې په هغه وخت کښې د عملياتو په مرکز کښې موجود ؤ باوري وو چې دغه حملې جنګې جنايتونه کېدې شي او بيا يې د امريکا د دفاع د وزارت عمومي مسئولانو او د سېنټ د وسله والو ځواکونو کمېټۍ ته خبردارے ورکړ خو په دې اړه هيڅ اقدام ونه شو.
امريکه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه او د داعش په خلاف نومې يو نړيوال ائتلاف په چوکاټ کښې او د سوريې د حکومت له اجازت پرته دغه هېواد ته ننوت او د دغه هېواد شمالي او ختيځې برخې يې په خپله قبضه کښې راوستې دي. دمشق او د هغه انډيوالانو په ځلونو ټينګار کړی چې په دغه هېواد کښې د امريکا فوځي شتون غېرقانوني دی او پکار ده زر تر زره له سورئې څخه بهر شي.