IQNA

په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون فتنه ده

16:26 - December 12, 2021
د خبر لمبر: 3485108
تهران (ایکنا) -د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې شتون یو(۱) ډول فتنه وبلله .

ایکنا خبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په افغانستان کی د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي  په کابل کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په ځانګړي مرکه کښې ټینګار وکړ که چیرې په افغانستان کښې د داعش فتنه کنټرول نشي دغه فتنه به پیاوړي شي او د هغو هیوادونو جاسوسۍ او استخباراتي ادارې به  چې په افغانستان کښې شتون هماغه راز په  هیواد کښې فعالیت ولري .

د طالبانو د صفونو د تصفیې کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي له داعش ترهګرې ډلې څخه د خارجي هیوادونو له ملاتړ سره سره  په سوریې او عراق کښې د دغه ټروریسټي ډلې ماتي خوړلو ته په اشارې سره وویل نیواکګرانو په افغانستان کښې له ناامنۍ او تاوانونو پرته بل هیڅ بریا نه لرله او د هغوې لپاره یوازې بدنامۍ او ورانۍ پاتې ده .

مفتي حکیم الله حکیمي دغه راز وویل د افغانستان په ټولو ولایتونو کښې د طالبانو له لیکو څخه ناخوښ عناصر ایستل کیږي او تراوسه څه د پاسه دیارلس سوه (۱۳۰۰) کسان ایستل شوي دي .

د افغانستان د موقته حکومت دغه لوړرتبه غړي د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون د جوړیدا د هدفونو په هکله وویل د دغه کمیسیون د جوړولو یو(۱) اصلي هدف د هغو نا خوښو کسانو پیژندل دي چې د طالبانو په نوم سره په دغه ډلې کښې شامل شوي او د خلکو لپاره مشکلات رامینځته کوي .

د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمیسیون مشر مفتي لطیف الله حکیمي ټینګار وکړ د دغه ډلې ځواکونه باید پاک وي او په ښه ډول خپل ماموریت ترسره کړي او دغه کمیسیون د افغانستان د خلکو ملاتړی دی .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i109566

captcha