IQNA

د قرآن نړیوال خبری آژانس (ایکنا)په یویشت ژبو ژباړې لري

15:59 - December 29, 2021
د خبر لمبر: 3485193
تهران (ایکنا) – د  قرآن نړیوال خبری آژانس (ایکنا) ویب پاڼه  پرون ناوخته په پوهنتونونو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د نمایندګۍ   دمشر حجةالاسلام  مصطفی رستمي په شتون سره فتتاح شوه .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د قرآن نړیوال خبری آژانس په ویب سایټ کې د  پرتګالي ژبې د پاڼې په زیاتیدا سره دغه خبری آژانس سایټ په یویوشت ژبو سره نړیوالو ته خپل مطلبونه وړاندې وي .ددغې ویب پاڼې بیګا  دایکنا خبری آژانس د عمومی مدیر او هیواد د پوهنتونونو دقرآني ادارې مشر محمدحسین حسیني او دغه راز حجةالاسلام مصطفی رستمي په شتون سره د پوهنتوني جهاد دبریاؤ او  توانمنیو په نندارتون کې  مخ کتنه وشوه .

په راپور کې وئيل شوي دي ، حجةالاسلام مصطفی رستمي ددغه نندارتون دلیدو په وخت د ایکنا خبری اژانس سټال په لیدو سره ددغه خبری آژانس له فعالیتونو هم خبر کړائ شو .

قرآن نړیوال خبری آژانس چې په مختصرو ټکو سره ایکنا لوستل او بلل کیږي،د ژبو دشمیر له پلوه د ایران په خبری آژانسونو کې لومړی مقام لري او ددغې رسندوئې د ژبو زیاتیدا د قرآني خبرونو نړیوال اړخ هم زیات کړی دی،لکه څنګه چې دم ګړۍ بهرنیو ژبو ته د مراجعې اندازه د ایکنا خبری آژانس د ویب پاڼې د لیدونکو په سر کې  ده . 

په دې اړه ددغه پروګرام یو ویډیوئي کلیب هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4020508

captcha