IQNA

په پاکستان کې د ایران سفیر د ترهه ګرۍ په ضد پرهراړخیزجنګ ټينکاروکړ

14:30 - February 04, 2022
د خبر لمبر: 3485363
تهران(ایکنا) – په پاکستان کې دایران د اسلامی جمهوریت سفیر سید محمد علی حسینی د پاکستان په بلوچستان صوبې کې دترهه ګرې حملې په محکومولو سره د ترهه ګرۍ په ضد د هراړخیز جنګ پر ضرورت ټينګار وکړ .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،سید محمد علی حسیني  نن پخپل ټولنیز پیغام کې ولیکل ، د پاکستان په بلوچستان صوبې کې  د ترهه ګرې حملې د خبر په آوریدو سره  چې د یوشمیر کسانو د وژلې سبب شوي ، ډیر خواشینی شوم .

هغه  د ترهه ګرۍ په هربڼه کې په کلکې غندنې سره ، یو ځل بیا له دغې سپيرې بلا سره د هراړخیزې او غږمله  مقابلې پر ضرورت ټينګار وکړ .

په پآکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیرد پاکستان په بلوچستان صوبې کې د پوځ  پر کیمپ باندې د چارشنبې شپې ترهه ګره حمله  چې د څلورو پوځيانو د شهادت او د پنځلسو ترهه ګرو دهلاکت سبب شوي، د اسلامی امت لپاره یوه بله غمیزه وبلله او  دغه راز ئې د پاکستان حکومت او ملت ته د ایران د  اسلامی  جمهوریت د حکومت او ملت له خوا غمرازي او تسلیّت  ووایه  او روښانه ئې کړه، ترهه ګري نه یوازې د پاکستان بلکې د درستې سیمې او نړۍ لپاره یوه سپيره ښکارنده ده چې  یوازې استکباري او استعماري قدرتونه د خپلو سپيرو موخو د ترلاسه کولو لپاره ورته پراخوالی ورکوي .

https://www.irna.ir/news/84638000/%D8

captcha